ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو د زرګونو زده کوونکو د کانکور ازموينه پيل شوه

د ميدان وردګو د زرګونو زده کوونکو د کانکور ازموينه پيل شوه

author avatar
7 Dec 2014 - 16:33
د ميدان وردګو د زرګونو زده کوونکو د کانکور ازموينه پيل شوه
author avatar
7 Dec 2014 - 16:33

ميدانښار ( پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٣ ) : د ميدان وردګو ولايت د دوولسم ټولګيو له  ۴۵۴۰ فارغانو څخه د کانکور ازموينې د اخيستلو لړۍ پيل شوه.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ازموينه په دوو پړاوونو کې اخيستل کېږي .

هغه زياته کړه، چې نن په لومړي پړاو کې ٢٢٧٦ تنو زده کوونکو ازموينه ورکړه او ټاکل شوې ده، چې سبا په دويمه ورځ ٢٢٧٨ نور زده کوونکي په دې ازموينه کې برخه واخلي.

د خوږياڼي په وينا، په يادو زده کوونکو کې يې ٢٠٤ تنه نجونې دي.

نوموړى وايي چې د ازموينې اخيستلو په مراسمو کې د ولايت مرستيال ، د لوړو زده کړو وزارت استازو، د ولسي او ولايتي شورا غړو، د نظامي او ملکي ادارو مسوولينو او ګڼ شمېر نورو مخورو برخه اخيستې وه.

مرستيال والي ذاکرحسين سلطاني ډاډ ورکړ، چې د کانکور د ازموينې پروسه به په شفافه توګه ترسره شي .

ده زده کوونکو ته هم لارښوونه وکړه،چې په پوره زړورتيا او زيرکتيا سره دې برابرې شوې پوښتنې ځواب کړي .

د لوړو زدکړو وزارت له لوري د ټاکل شوې کمېټې مشر پوهندوي الکوزي وويل، چې دوی سږ کال ځکه په دوو پړوانو کې د کانکور ازموينه اخلي ،چې په کې شفافيت ترسره   او له لاسوهنو څخه په کې مخنيوی وکړي .

د کانکور يوه ګډونوال خيرمحمد پژواک اژانس ته وويل  چې د تېرو کلونو په پرتله سږنۍ د کانکور ازموينه په ټاکلي وخت سره پيل شوه او د کمېټې له لوري ښه ترتيبات هم نيول شوي وو.

ده غوښتنه وکړه،چې مشران دې د دې ولايت د زده کوونکو د حل شويو ځوابونو پاڼې وړاندې هم تعقيب کړي،ترڅو څوک يې حقوق پيمال نه کړي .

د يوه بل خبر له مخې، ددې ولايت په  مرکز ميدان ښار کې د چاپيريال ساتنې ادارې له لوري د ښار پاکولو عمومي حشر ترسره شو.

د والي وياند وايي چې په دې حشر کې سرپرست والي،د ادارو مسوولينو او نورو ، چې شمېر يې ۳۰۰ تنو ته رسېده، ګډون کړی وو.

سرپرست والي عبدالمجيد خوږياڼي د ادارو له  مسوولينو او کارکوونکو،ځوانانو او نورو مدني فعالانو څخه مننه وکړه،چې د ښار پاکولو په برخه کې  د حشر دود په بيا ژوندي کولو سره د ښار پاکولو چارې ترسره کوي.

ده همدا راز د حشر له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه، دغه ډول حشر،چې پخوانی دود دی،په دوامدار ډول د دغه ښار سربېره په خپل چاپيريال کې هم پلى کړي .

د  ميدان وردګو د چاپيريال ساتنې رييس عبدالولي وايي ، د دغه حشر په ترڅ کې له ميدانښار، سربېره د دغه ولايت ټولې نظامي او ملکي ادارې هم د ګډونوالو له لوري په ډله ييز ډول پاکې شوې .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.