ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو په واوره کې ايسار٨٠ تنه ژغورلي

پوليسو په واوره کې ايسار٨٠ تنه ژغورلي

author avatar
7 Dec 2014 - 15:57
پوليسو په واوره کې ايسار٨٠ تنه ژغورلي
author avatar
7 Dec 2014 - 15:57

سرپل ښار (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٣): د واورې د ډېر ورښت له امله د بلخاب ولسوالۍ لاره د سرپل له مرکز سره تړل شوې چې له امله يې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.

بلخوا د دغه ولايت امنيتي مسوولين وايي چې پر ياده لويه لار د مسافرو اووه موټر بند پاتې وو چې د دوى له خوا خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.

د سرپل د امنيه قوماندانۍ عملياتي مشر سرڅارمن سيد نقيب سادات د لېندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د واورې د ډېر ورښت له امله د قوم کوتل په سيمه کې د بلخاب ولسوالۍ او د ولايت  د مرکز تر منځ لاره بنده شوې ده.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د مسافرو اووه مو‌ټر چې په کې شاوخوا اتيا تنه سپاره او په واورو کې بند پاتې وو، د پوليسو له خوا خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.

د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکى سيد حيدرشاه پژواک اژانس ته وويل چې هر کال  د واورو ورېدو له امله لارې بندېږي.

خو هغه زياتوي چې هر کال په دې سيمه کې لارې بندېږي، خو دولتي چارواکي يې په اړه هېڅ اقدام نه کوي.

د بلخاب ولسوال عبدالغني ابراهيمي پژواک اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ لاره د واورو له امله په وقفه يي توګه بندېږي او خلاصېږي.

د سرپل د فوايد عامې رييس انجنير زلمي رحيمي له پوليسو مننه وکړه چې د يادې لارې په پاکولو کې يې مرسته کړې ده.

هغه هم ومنله چې يو شمېر کسان په واورو کې بند پاتې وو چې پوليسو ژغورلي دي.

دى وايي چې راتلونکې اوونۍ به ورته د واورو پاکولو وسايل وسپارل شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.