جلال اباد (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٣): په جلال اباد ښار کې د معلولو کسانو د ستونزو د معلومولو او هغو ته د حل لارو موندلو په موخه، دوه ورځنی سيمينار جوړ شو.
دغه سيمينار د ليندۍ په ١٨مه، د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې په مالي مرسته او د ننګرهار د پوهنې رياست له لوري په لاره اچول شوى دى.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال، د ياد سيمينار په پرانيسته کې وويل، چې دغه سيمينار د ستونزو د څېړلو او هغوى ته د حل لارو د موندلو په موخه جوړ شوى.
هغه وايي، چې په تېرو کلونو کې د معلولو کسانو د ژوند د ښه کېدو لپاره تدابير ترسره شوي، خو کافي نه دي.
ګرديوال زياته کړه : (( معلولين د ټولنې غړي دي او د اساسي قانون د ۴۳ مادې پر بنسټ ټول وګړي د زده کړو حق لري، نو بايد چې هيڅ معلول له دې حق څخه بې برخې نه شي.))
په ختيځو ولايتونو کې د سوېډن کمېټې د معلولينو د بيارغونې د پروګرام مسوول سلطان محمد ناصري، پژواک اژانس ته وويل چې دوى د معلوليت د بيارغونې په برخه کې کار کوي.
هغه زياته کړه ، څو ډول معلولين دي، خو کاڼه او ړانده معلولين د زده کړو د ترسره کولو سره ستونزې لري، چې تر امادګۍ لاندې نيول کېږي او د ستونزو تر هوارې وروسته يې د سيمې ښوونځي ته داخلوي.
ناصري زياته کړه: (( تر اوسه په درېيو ولايتونو کې موږ تر ۹۰۰ پورې ماشومان د امادګۍ زده کړو نه وروسته ښوونځيو ته داخل کړي او اوسمهال ۳۶۰ ماشومان په ۹ مراکزو کې تر امادګۍ لاندې دي.))
سيمينار ته راغلي يو تن نابينا محمد اسلم د ياد سيمنيار په جوړېدا خوښي وښوده او زياته يې کړه چې سويډن کمېټه د معلولينو لپاره هره برخه کې کار کوي.
معلوليت يوه نړيواله ستونزه ده، رسمي شمېرې ښيي، چې د نړۍ ۱۰ په سلو کې وګړي همدغه کسان جوړوي.
ياده دي وي چې افغانستان د ۲،۷ سلنه معلوليت په درلودو سره، په نړۍ کې ددغو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ګڼل کيږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن