ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

”د غنمو اصلاح شوي تخمونه به د حاصلاتو کچه لوړه کړي”

”د غنمو اصلاح شوي تخمونه به د حاصلاتو کچه لوړه کړي”

author avatar
9 Dec 2014 - 13:42
”د غنمو اصلاح شوي تخمونه به د حاصلاتو کچه لوړه کړي”
author avatar
9 Dec 2014 - 13:42

خوست،ګردېز (پژواک ١٨ ليندۍ ٩٣): د پکتيکا د کرنې رياست له لوري د يو شمېر ولسواليو پر کروندګرو ۱۵۵ ټنه د غنمو اصلاح شوو تخمونو په وېش سره به راتلوونکى کال د حاصلاتو کچه ډېره شي.

د دې ولايت د کرنې رياست سرپرست محمد وصيل د ليندۍ په ١٨مه  پژواک خبري اژانس ته وويل د غنمو دغه اصلاح شوي تخمونه يې د لابراتوار په وسيله د پکتيکا له اقليم سره برابر غوره کړي او نن يې د وېش لړۍ پيل شوه.

نوموړي وويل، دغه اصلاح شوي غنم، چې ډېره ښه پايله به ولري، د پکتيکا پر هغو کروندګرو وېشل کېږي، چې د قومي مشرانو له لوري دوی ته مخکې له مخکې ورپېژندل شوي دي.

وصيل زياته کړه: ((دغه اصلاح شوي غنم د مرکز ښرنې، اورګون، مټاخان، يوسف خېل او خيرکوټ په ګډون  د لسو ولسواليو پر بزګرانو وېشل کېږي.))

نوموړي دغه ارز وويل، چې د غنمو ياد اصلاح شوي تخمونه پر ۳۱۰۰ کروندګرو وېشل کېږي، چې هر يوه کروندګر ته ۵۰ کيلو ورکول کېږي.

هغه وويل چې په دې سره به راتلوونکى کال د غنمو حاصلات ښه وي ؛خو په دې تړاو يې څه ونه وويل چې تېر کال د دې ولايت د غنمو د حاصلات کچه څومره وه.

د پکتيکا د ولايتي شورا مشر افسرخان سليمان خېل د غنمو د وېش پرمهال پژواک اژانس ته وويل، چې د دې اصلاح شوو تخمونو په کرلو سره به د کروندګرو حاصلات څو چنده زيات شي.

هغه دغه راز وويل، چې د پکتيکا د کرنې او مالدارۍ په رياست کې ځينې ستونزې د دې لامل شوي، چې له امله يې د اړو کروندګرو په نوم راغلې مرستې هغوی ته نه دي رسېدلي.

نوموړي همدارنګه نيوکه وکړه، چې د دې ولايت له بزګرانو سره د کرنې د پرمختيا او پراختيا په برخه کې يې په خپل وخت لازمې مرستې نه دي کړي.

هغه دغه راز وويل: ((موږ له مرکزي دولته غوښتنه کوو، چې پکتيکا ولايت ته خپله پاملرنه زياته کړي او د کروندګرو پر ستونزې سربېره نورو ستونزو ته هم رسيدګي وکړي.))

د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې يو تن کروندګر حاجي عمر خان د غنمو د اصلاح شوي تخم له ترلاسه کولو وروسته پژواک اژانس سره په خبرو کې په دغې مرستې خوښي وښوده.

هغه وويل  هيله لري چې راتلوونکى کال ښه حاصلات ترلاسه کړي.

نوموړي د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له مسوولو دولتي چارواکو وغوښتل، چې له کروندګرو سره خپلې مرستې پراخې او زياتې کړي، څو وکولی شي، کرنې ته پرمختيا ورکړي.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.