ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې په بدو کې د نجونو ورکول کم شوي

پکتيا کې په بدو کې د نجونو ورکول کم شوي

author avatar
9 Dec 2014 - 15:34
پکتيا کې په بدو کې د نجونو ورکول کم شوي
author avatar
9 Dec 2014 - 15:34

ګردېز (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٣): په سوېل ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون او د ښځو چارو رياست وايي چې په پکتيا کې د قومي تړون او عامه پوهاوي له امله په بدو کې د نجونو د ورکړې پېښې کمه شوې دي.

دوی وايي چې د تېرو څو کلونو په پرتله دغه کچه اتيا سلنه راټيټه شوې او لامل يې په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی او د ښځو مبارزه بولي.

په سوېل ختيځ کې د بشري حقونو د کمېسيون رييس پوهنوال نوراحمد شهيم پژواک خبري اژانس وويل چې پخوا به د دغه ولايت اوسېدونکو د سړي د وژنې په بدل دوه نجونې ورکولې.

شهيم وايي چې اوس مهال دغه دود اتيا سلنه کم شوی او خلک اوس پر دې پوهېدلي چې په بدو کې د نجونو ورکول ډېر زيانونه لري.

نوموړی زياته کړه چې د بشري حقونو او د مدني ټولنو د مبارزې هڅې وې چې خلک يې پر دې پوه کړل چې نور به په بدو کې نجونې نه ورکوي.

د پکتيا د ښځو چارو رييسې نسرين اورياخېل پژواک اژانس ته تاييد کړه چې د پخوا په پرتله په بدو کې د نجونو ورکړه کمه شوې ده.

نوموړې وايي چې د دې دود د کموالي لامل د دوی فعاليتونه دي چې په بېلابېلو برخو کې يې کړي دي.

د مېرمن اورياخېل په خبره، دوی نوره هم هڅه کوي هغه دودونه چې له امله يې ښځې ستونزې ګالي لږ تر لږه يا راکم کړي او يا يې له منځه يوسي.

د پکتيا يو قومي مشر حاجي رياض وايي چې په ډېرو سيمو کې اوس تړونونه شوي چې خلک به په بدو کې نجونې نه ورکوي.

د نوموړي په خبره چې خلکو ځکه دا ډول تړونونه کړي چې په بدو کې د نجونو ورکول ډېر تاوانونه لري او خلک يې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

دی وايي چې اوس مهال له يوې خوا دومره د بدو کار نه کوي او بيا که چېرې وشي نو په مقابل کې يې ځمکه او يا پيسې ورکوي.

دا چې په بدل کې د نجونو ورکړه کوم تاوان لري او خلکو ته يې څه ستونزې پيدا کړې دي د پکتيا د ډنډي پټان ولسوالۍ يو اوسېدونکی حسن ګل چې خپلې دوه لوڼې يې په بدو کې ورکړې وايي: ((لس کاله مخکې مو د غره پر سر شخړه وه، يو کس راڅخه په ټوپک ولګېد او مړ شو، وروسته د جرګې خلکو فيصله وکړه چې دوه لوڼې به په کې ورکوم.))

دی وايي چې کله مې لوڼې له دغه کاره خبرې شوې نو يوې يې ځانوژنه وکړه او هغه بله يې اوس په ډېر کړاو کې د خاوند په کور کې ژوند تېروي.

حسن ګل وايي چې د لور يې څو اولادونه دي خو بيا هم د خسر په کور کې څوک ورته په ښه سترګه نه ګوري او ورته وايي چې په بدو کې يې راکړې يې.

په هېواد کې د ښځو د تاوتريخوالي په قانون کې په بدو کې د نجونو ورکړه يو جرم بلل شوی دى.

ديني عالمان په بدو کې ورکړه د اسلام له نظره ناسم عمل بولي او غوښتنه کوي چې بايد مخنيوى يې وشي.

د ديني علومو ماسټر مولوي احمدسلطان پژواک خبري اژانس ته وويل، په بدو کې ورکړه په اسلام کې حرامه ده او بايد مخنيوى يې وشي.

دى وايي: ((په اسلام کې دا نشته چې ظلم دې يو وکړي او جزا يې بل ته ورکړل شي، يانې دغه کار حرام دى چې څوک به بدو کې خپله خور او لور ورکوي.))

ده وويل، ديني علماوو په دې تړاو عامه پوهاوى ورکړى، په خپله دې خلک هم له دغه کار څخه ډډه وکړي او حکومت هم بايد د دغسې ممکنه کارونو مخ ونيسي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.