ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناامنيو له امله د کاپيسا ګڼې کورنۍ بېځايه شوې

د ناامنيو له امله د کاپيسا ګڼې کورنۍ بېځايه شوې

author avatar
10 Dec 2014 - 14:21
د ناامنيو له امله د کاپيسا ګڼې کورنۍ بېځايه شوې
author avatar
10 Dec 2014 - 14:21

محمودراقي (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٣): د کاپيسا د کډوالو چارو رييس قسيم ملکزى وايي چې د تېر کال په پرتله په دغه ولايت کې د ناامنيو له امله د بې ځايه شوو کورنيو شمېر ٥٠ سلنه ډېر شوى دى.

قسيم ملکزي له پژواک خبري اژانس سره د مرکې په ترڅ کې وويل، دا بېځايه شوې کورنۍ له بېلابېلو ولسواليو د کاپيسا مرکز ته راکډې شوې چې له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياتوي چې دوى د بېځايه شوو د ستونزو د حل لپاره له بهرنيو موسسو سره خبرې کړې او هيله ده چې مرستې به ورسره وشي.

ملکزى وايي: ((د تېر کال په پرتله د کاپيسا په ځينو سيمو کې جګړې ډېرې شوې چې له امله يې ځايي خلک بې ځايه کېږي او دلته مرکز ته راځي، دلته نه کورونه لري او نه اسانتياوو ته لاسرسى.))

رييس د دغو بېځايه شوو اوسنۍ او د تېر کال بېځايه شوو شمېر ونه ښود، خو په اټکليز ډول يې وويل چې د تېر کال په پرتله ٥٠ سلنه ډېر شوي دي.

د دغه ولايت د اله ساى ولسوالۍ اوسېدونکي خيرالله پژواک ته وويل چې د جګړو له امله مرکز محمودراقي ته راکډه شوي دي.

ده وويل: ((حکومت له موږ سره مرسته نه ده کړې، د سيمې په يوه او بل ځاى کې اوسېږو، د سرپناه او خوراک لپاره څه نه لرو.))

د رحمت الله په نوم د تګاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل: ((د ژمي په را رسېدو له ستونزو سره مخ يو، حکومت دې موږ ته د مېشتېدو لپاره يو ځاى معلوم کړي.))

هغه زياتوي چې د ناامنيو له امله د ده تر څنګ ګڼ نور خلک هم خپل کورونه پرېيښي دي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپى وايي چې په تګاب، اله ساى او نجراب ولسواليو کې د نا امنيو او نورو ستونزو له امله يو شمېر کورنۍ د ولايت مرکز ته کوچېدلې دي.

هغه زياتوي چې دوى په مرکز کې له اړوندو وزارتونو او نړيوالو موسسو سره خبرې کړې څو له دغو خلکو سره مرستې وشي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.