ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناروغ ليکوال مېرمن د کابل پر سړکونو کتابونه پلوري

د ناروغ ليکوال مېرمن د کابل پر سړکونو کتابونه پلوري

author avatar
10 Dec 2014 - 10:56
د ناروغ ليکوال مېرمن د کابل پر سړکونو کتابونه پلوري
author avatar
10 Dec 2014 - 10:56

کابل (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٣): هغه څوک چې د ټولنې د سوکالۍ لپاره يې شپې رڼې کړې او په لسګونو کتابونه يې ليکلي، اوس د ناروغۍ پر بستر پروت دی او مېرمن يې په ناتوانه ځان او سړه هوا کې د کابل ښار پر سړکونو کتابونه پلوري.

دل جان د دري ژبې د وتلي ليکوال محمد رسول جهانبين مېرمن ده.

محمدرسول جهانبين د دري ژبې پياوړى ليکوال دى چې تر دې مهاله يې ٤٨ عنوانه کتابونه په بېلابېلو ټولنيزو موضوعاتو کې ليکلي دي. نوموړى د ژباړې سربېره په طنز ليکولو کې ښه مهارت لري چې څو ټولګې يې په طنز کې چاپ شوې هم دي.

د جهانبين مېرمن چې له تېرو ١٢ کلونو راپه دېخوا د کابل ښار په بېلابېلو ځايونو کې کتابونه پلوري، له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د کتابپلورنې بهير يې لومړى د خپل کور له کتابونو پيل کړى دى.

د دل جان په وينا، ١٢ کاله وړاندې يې کورنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ وه او هم يې خاوند له روغتيايي ستونزو سره مخ و چې له همدې امله يې لومړى د خپل خاوند کتابونه بازار ته راو ايستل او له خپل کوچني زوى سره يې په واټونو کې کتابپلورنه پيل کړه.

نوموړې وايي: ((ما مې د خپل خاوند کتابونه خرڅول، لږ چې مې اقتصادي حالت راښه شو نو بيا مې له بازاره نور کتابونه اخيستل او په بېلابېلو دوکانونو، هوټلونو او پارکونو کې به ګرځېدم او کتابونه به مې خرڅول.))

د کابل ښار سړه هوا د موټرو په رڼا ګانو کې ٥٤ کلنه دل جان د يوې نمړۍ ډوډۍ پيدا کولو او په هېواد کې د مطالعې د دود غښتلي کولو لپاره کتابونه پلوري.

په ونه ټيټه ٥٣ کله مېرمن چې له پنځلسو زيات کتابونه يې په لاسونو او يو شمېر يې په ملا پورې تړلي، د شپې تر ناوخته د کابل ښار د شهرنو په ګردجنو واټونو کې په دې سخته يخنۍ کې ګرځي او چېرې چې څوک وګوري ورنږدې کيږي او د کتاب اخيستو بلنه ورکوي.

دل جان هر چا ته په په ډېره مينه د کتاب اخيستو بلنه ورکوي او که چېرې څوک دلچسپي ولري نو د بېلابېلو کتابونو په اړه لنډ معلومات هم ورکوي.

پر کتابونو دغه بار مېرمن په پښتو کم، خو په دري روانې خبرې کولى شي او خپل اصلي استوګنځاى د کابل ښار ښيي.

پژواک: کوم ډول کتابونه لرې؟

دل جان: له ما سره هر ډول ټولنيز، اقتصادي، ديني او داسې نور کتابونه شته، دا د پښتو ژبې شاعر باري جهاني کتاب، دا دري قاموس، په دې کې ګڼو لغتونه راغلي، دا د احاديثو کتاب دى، ٣٦٠ احاديث په کې دي او دا …

دل جان پر ځان وياړي او وايي چې دا مهال يې زوى د پوهنتون په دويم ټولګي کې زده کړې کوي او د کتابپلورنې پر ګټې يې د خپلې کورنۍ چاره ښه روانه ده.

د مرکې په منځ کې دل جان د خپل خاوند يو کتاب (راه به سوى زندگى) را واخيست او ويې ويل چې خاوند يې دې ته ورته لسګونه عنوانه کتابونه ليکلي، خو له بده مرغه اوس ډېر زوړ شوى او کومه ليکنه چې وکړي بيا ورته نه ښکاري.

مېرمن دل جان زياتوي چې د خپل خاوند کتابونه هم پلوري او پيسې يې په يوې ځانګړې خزانې کې اچوي کله هم چې د بل کتاب د چاپ پيسې برابرې کړي نو بيا پرې بل کتاب چاپوي.

دغه مېرمن وايي چې د شپې تر ناوخته د شهرنو يو شمېر هوټلونو ته په دې موخه ځي چې هلته ګڼ ځوانان د ډوډۍ خوړلو لپاره ځي او د کتابپلورنې بازار يې هلته ګرم وي.

نوموړې زياته کړه: ((ما تر اتم ټولګي پورې زده کړې کړې او کوم کتابونه چې خرڅوم يو ځل يې زه هم لولم، زما خپل معلومات هم زياتيږي.))

هغه که څه هم په دغه کار کې ډېره ستړې ښکاري؛ ځکه ټوله ورځ لسګونه کتابونه په لاسونو او اوږو ګرځول ستونزمن کار دى خو وايي چې خاوند يې پرې وياړي چې مېرمن يې کتابونه پلوري.

دل جان زياتوي: ((جهانبين صېب! ما ته وايي چې زه وياړ کوم پر داسې يوې مېرمنې، چې بل ته په لاس کې کتاب ورکوي.))

د مرکې پر مهال دل جان بېړه کوله او ويل يې چې د يوه هوټل څښتن ترې کتاب غوښتى او نن يې ورته هغه کتاب راوړى او بايد کتاب ور ورسوي.

خو زياتوي چې په ټول هېواد کې لومړنۍ ښځه ده چې په ښار کې کتابونه پلوري او اوس يو شمېر ماشومان هم پيدا شوي چې په ښار کې کتابونه پلوري.

نوموړې د خپل ژوند د ښې خاطرې په اړه پژواک ته وويل چې څو کاله وړاندې په کابل ښار کې به يوه زوړ سړي ورته بدې ردې ويلې او ورته به يې ويل چې ولې په ښار کې کتابونه خرڅوي.

دل جان وايي: ((خو يوه ورځ همدغه سپين ږيرى راغى او له ما يې بښنه وغوښته او راته يې ويل چې ستا همت ته مې دې سلام وي.))

هغه له خپله ژونده ډېره راضي بريښي او وايي چې که څه هم غريب دى، خو ډېره خوشحاله کورنۍ لري چې له همدې امله د ژوند له هرې شېبې خوند اخلي.

کتابپلورونکې مېرمن وايي چې په ښار کې يې له کتابپلورنې يواځېنۍ موخه په افغانانو کې له کتاب سره د مينې او مطالعې فرهنګ دودول دي.

نوموړې پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې پر خپلو اولادونو دې زده کړې وکړي او دوى دې له کتاب سره اشنا کړي تر څو د هېواد راتلونکى مو روښانه شي.

دل جان پر حکومت هم غږ کوي چې د زده کړو په برخه کې دې ټولو هېوادوالو ته کار وکړي، تر څو په هېواد کې باسواده اشخاص ډېر شي.

هغې زياته کړه: ((که باسواده خلک ډېر شي، هم به جنګ ختم شي او هم به زما کتابونه ډېر خرڅ شي، هم ثواب هم خرما …))

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.