ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د ميرويس روغتون يو ډاکتر وژل شوى

د کندهار د ميرويس روغتون يو ډاکتر وژل شوى

author avatar
10 Dec 2014 - 12:30
د کندهار د ميرويس روغتون يو ډاکتر وژل شوى
author avatar
10 Dec 2014 - 12:30

کندهار (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٣): د کندهار ښار د لسمې امنيتي حوزې په ساحه کې ناپېژانده وسله والو د ميرويس روغتون پر يوه ډاکتر ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.

دغه پېښه تېر ماښام شاوخوا اووه بجې سپين زر حمام ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول صميم خپلواک د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژانده وسله والو موټرسايکل سپرو د ميرويس روغتون د ماشومانو د څانګې ډاکتر الله يار اکبري هغه مهال وواژه چې له خپل شخصي کتنځي د کور پر لور روان و.

هغه زياته کړه، وسله وال تر بريد وروسته تښتېدلي، خو پوليسو د پېښې څېړنه پيل کړې ده.

د نوموړي په وينا، لومړني معلومات ښيي چې دغه موضوع جنايي اړخ لري او ياد ډاکتر ځينې کورنۍ ستونزې درلودې.

خو هغه په دې اړه ډېر معلومات ورنه کړل.

تر دې مهاله د دې پېښې مسووليت هم چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يو بل خبر له مخې، نن له غرمې مخکې په کندهار ښار کې چاودنه شوې ده.

خپلواک وايي چې چاودنه د لومړۍ حوزې اړوند د صفا حمام مخې ته پر پليو پوليسو شوې ده.

هغه زياتوي چې په دې چاودنه کې يو پوليس او يو ماشوم ټپي شوي دي.

بلخوا په سپين بولدک ولسوالۍ کې هم د يوه ځوان مړى موندل شوى چې په مرموز ډول وژل شوى دى.

د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول وايي، دغه ځوان چې محمد داود نومېږي، د نا څرګندو کسانو له خوا د چاقو په وسيله وژل شوى چې مړى يې امنيتي ځواکونو موندلى او ميرويس روغتون ته را لېږدول شوى دى.

هغه زياته کړه، د دغه وژل شوي وګړي خپلوان نه دي موندل شوي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

په دې وروستيو کې په کندهار کې هدفي او مرموزې وژنې زياتې شوې چې د خلکو اندېښنې ورسره ډېرې شوې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.