ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

”هلمند کې سږکال ۶۰۰ ملکي وګړي وژل شوي”

author avatar
10 Dec 2014 - 17:57
author avatar
10 Dec 2014 - 17:57

لښکرګاه (پژواک ۱۹ليندۍ ۹۳): د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د جګړو له امله سږکال په هلمند کې ٦٠٠ ملکي وګړي وژل شوي او په زرګونه ماشومان بې زده کړو پاتې شوي دي.

دغه څرګندونې د دې ولايت د بشري حقونو کمېسيون رييس بلال احمد صديقي د بشري حقونو په ۶۶مه کليزه او د قربانيانو د ملي ورځې په غونډه کې وکړې.

ده وويل چې په بېلا بېلو ډولونو اوس هم د بشر حقونه تر پښولاندې کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې د جنګونو او ناامنيو له امله، چې اوس هم دوام لري، لسګونه زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي، خلک د ژوند اسانتياوې نه لري او دولت هم په همدې برخه کې پاتې راغلى دى.

دي وايي، په تېرو ۳۶ کلونو کې د جنګي جنايتکارانو نه رسوا کېدل، د قانون نه حاکميت او زورواکۍ د قربانيانو کورنۍ اړ کړي، چې د دولت پر ضد مبارزه وکړي او خپل غچ واخلي، چې له امله يې امنيت خراب شوی دی.

صديقي غوښتنه وکړه، چې د ”جنګي جنايتکارانو” مستند دې د ولسمشر له خوا لاسليک او خپور شي، امنيت دې ټينګ شي، څو عام ولس په دولت باور پيداکړي او له مخالفته لاس واخلي.

ده دا هم وويل، سږکال ۶۰۰ ملکي وګړي په امنيتي پېښو او روانو جګړو کې وژل شوي، چې د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه زياتوالی راغلی، ګڼ شمېر کورنۍ کډوالې شوې او د ژوند له هر ډول اسانتياوو څخه بې برخې دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون زياته کړه، په همدې کال کې دوی ته ۲۱۷ شکايتونه ور وړل شوي چې د زورواکو له خوا يې په يو ډول نه يو ډول حقونه خوړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدلو لاملونه ډېر دي، د مجرم پر ځای د بې ګناه کس زنداني کول، د قانون کمزورتيا، بېسوادي، د عامه پوهاوي نشتوالی، د بښنې دود ساتل، د فساد او روابطو شتون دی، چې له يوې خوا بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي او له بلې خوا د دولت او خلکو تر منځ واټن رامنځته کوي.

په دې ولايت کې د سولې د ولايتي شورا رييس فضل باري فياض وويل، دا چې په هېواد کې زياتره قوانين نيمګړي دي او له همدې امله ورځ تر بلې حالت ترينګلي کېږي، نو دوی غوښتنه کوي، چې شرعي قوانينو ته دې مراجعه وشي، څو د ستونزو په حل کې پرمختګ رامنځ ته شي.

نوموړي له نوي حکومته غوښتنه وکړه، چې په ادارو کې اصلاحات راولي، د اوسني روان ظلم او تاوتريخوالي مخه دې ونيول شي، چې ولس ورسره مخ دی.

يوه مدني فعال فريد احمد فرهنګ وويل، چې عام ولس ته په کار ده، چې د روانو ستونزو په هواري کې سره يو موټی شي او خپلې ستونزې په خپله حل کړي، دولت او نړيوال مرسته کوونکي يې ستونزې نه شي هوارولی.

ده زياته کړه، په کليو کې زورواکي واکمنه ده، عام ولس خپل ستونزې نه شي را پورته کولی، په ځينو سيمو کې اوس هم د دولت په عدلي ارګانونو کې د فساد او روابطو له امله خلک په طالبانو خپلې فيصلې کوي، چې دا د دولت لپاره يو بد پيغام دی.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک واي، دوی په سږکال کې يواځي د۳۵۰ په شاوخوا کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر لري، خو د بشري حقونو کمېسيون شمېرې هم نه ردوي.

دى د فساد شتون هم نه ردوي، خو وايي، په همدي تړاو ولايت هڅه کوي، چې د فساد مخه ونيسي، چې يو شمېر کسان يې هم نيولي او زندان ته يې لېږلي دي.

دی زياتوي، اوس د فساد کچه تر پخوا کمه ده، خو ولايت يې د لا کمولو هڅې کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.