ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګردېز کې د اوبو سربند جوړ شو

په ګردېز کې د اوبو سربند جوړ شو

author avatar
10 Dec 2014 - 12:38
په ګردېز کې د اوبو سربند جوړ شو
author avatar
10 Dec 2014 - 12:38

ميدانښار-ګردېز (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٣): په ميدان وردګو او پکتيا ولايتونو کې د اوبو د سربند په ګډون د شپږو پروژو د پلې کېدو له امله به سلګونه کورنيو ته اسانتياوې برابرې شي.

د پکتيا د مرکز اړوند په بالاده سيمه کې د اوبو يو سربند نن (د لېندۍ ١٩مه) ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د دغه ولايت د کرنې رييس انجنير حسن زي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ياد سربند مالي لګښت درې ميليونه اته سوه زره افغانۍ کېږي چې د اړوند وزارت له لوري ورکړل شوى دى.

نوموړی وايي، دغه بند به ۱۵ سوه جريبه ځمکه خړوبه کړي چې پنځه زره کورنۍ به ترې په مستقيمه توګه ګټه واخلي.

حسن زی زياتوي، دا په پکتيا کې لومړی بند دی او له دې وروسته به د ګردېز اړوند په تېرې، ابراهيم خېلو سيمو او يو شمېر نورو ولسواليو کې هم ورته بندونه جوړ کړي.

د بالاده سيمې قومي مشر رضاخان پژواک اژانس ته وويل چې پخوا به سېلابونو د دوى ويالې خرابولې، خو اوس يې دا ستونزه حل شوه.

نوموړی وايي، د بند په جوړېدو سره اوبه کنټرول شوې او د دوی د ځمکو لپاره به بشپړه توګه بسنه وکړي.

بلخوا د ميدان وردګو په جلريز ولسوالۍ کې نن (د لېندۍ ١٩مه) د درېيو لوبغالو په ګډون ۵ پروژې بشپړې شوې.

د دغه ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي، پر دغو پروژو ۶ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، د فوټبال او واليبال درې لوبغالي، يو استنادي دېوال او د اوبو يوه ذخېره په کې شامل دي.

خوږياڼى وايي، دغه پروژې چې د ثبات پروګرام له لوري يې د جوړېدو چارې د ۳ مياشتو په موده کې بشپړې شوې، په يو وخت کې ورڅخه ۱۵ سوه کورنۍ ګټه اخلي .

د واليبال او فوټبال لوبغالي په ۱۴ سوه متره مربع ځمکه کې په خواجه محمد ولي، امام اعظم او شهيد يعقوبي لېسو کې جوړ شو دي.

د جلرېز ولسوال نقيب الله حيدري پژواک ته وويل چې د دغو پروژو له امله به ډېرو کورنيو ته ګټه ورسېږي.

د شهيد يعقوبي لېسې زده کوونکي او لوبغاړي سباوون وويل، په ښوونځيو کې يې د لوبغالو پر جوړېدو خوښ دى او هيله لري چې په نورو ښوونځيو کې هم ورته لوبغالي جوړ شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.