کابل (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٣): مخکنى ولسمشر حامد کرزى وايي چې د امريکايي ځواکونو له خوا د عامو افغانانو وژل او ځورول ترهګري او افراطيت لا تقويه کوي.
د حامد کرزي له دفتره د لېندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه څرګندونې د پروان ولايت د پېښې او د امريکا د مشرانو جرګې له خوا د بنديانو د ځورولو په اړه د خپاره شوي راپور په غبرګون کې کړې دي.
د پروان ولايت چارواکي وايي چې تېر مازديګر ناوخته په سياګرد ولسوالۍ کې امريکايي ځواکونو پر ماشومانو بمبار کړى چې له امله يې د ښوونځي پنځه ماشومان وژل شوي دي.
په ياده خبرپاڼه کې راغلي، حامد کرزی يو ځل بيا تکراروي چې د پروان په څېر پېښې ترهګري او افراطيت لا تقويه کوي .
سرچينې زياته کړې: ((دا د هغې جګړې ادامه ده چې بېګناه انسانان په کې قرباني کېږي؛ ځکه چې د ترهګرۍ ځالې د افغانانو په کورونو او کليو کې نه، بلکې زموږ له هېواده بهردي.))
دغه راز حامد کرزي د امريکا د مشرانو جرګې له خوا د استخباراتي ادارې «سي-ای-اې» له خوا د بنديانو د شکنجه کولو او تشدد کول په کلکه غندلي او په دې اړه يې د ولسمشر اشرف غني د دريځ ملاتړ کړى دى.
ولسمشر غني تېره شپه په يوه خبري غونډه کې د «سي-ای-اې» دغه اعمال چې په ښکاره توګه د د بشري حقونو نقضول دي وغندل او د هغو افغانانو د حيثيت د اعادې ژمنه يې وکړه چې د امريکايانو له خوا بنديان شوي او بيا شکنجه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((حامد کرزي له پخوا د بهرنيانو له خوا له افغانانو د بندي کولو او ځورولو سره کلک مخالفت کړی او همدا يې د امريکا له متحده ايالاتو سره د روابطو د خړ پړتيا له عمده علتونو څخه و.))
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ملالۍ يوسفزۍ او کيلاش ستيارتي ته د نوبل د جايزې په ترلاسه کولو مبارکي هم ورکړې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن