ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو د نرخ د مېوو حاصلات کم شوي

د ميدان وردګو د نرخ د مېوو حاصلات کم شوي

author avatar
11 Dec 2014 - 12:12
د ميدان وردګو د نرخ د مېوو حاصلات کم شوي
author avatar
11 Dec 2014 - 12:12

ميدانښار (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۳): د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د زردالو او مڼو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۶۵ سلنه کموالی راغلی دی.

چارواکي د دغو حاصلاتو د کموالي لامل سړه هوا ښيي خو باغ لرونکي وايي چې د ولايتي ادارې د نه پاملرنې له امله يې د باغونو حاصلات کم شوي دي.

د ميدان وردګو د کرنې رييس انجنير فضل عمر پژواک خبري اژانس ته وويل، د نرخ ولسوالۍ چې د هېواد يوه له مېوو لرونکو باغونو ډکه سيمه ګڼل کېږي، سږ کال يې د مڼو او زردالوو په حاصلاتو کې ۶۵ سلنه کموالی راغلی.

ده زياته کړه، د دغو حاصلاتو د کموالي لامل سږنۍ سړه هوا، ږلۍ او بارانونو دي چې د زردالو او د مڼو ونو يې له امله ګلان تويې کړل او حاصلات يې کم شول.

نوموړي ونه ويل چې په دې ولسوالۍ کې سږ کال د مڼو او زردالانو حاصل څومره شوى دى.

د نرخ ولسوالۍ د شوکړخېلو سيمې اوسېدونکي شهنواز پژواک ته د حاصلاتو د کموالي لامل د کرنې او مالدارۍ رياست نه پاملرنه په ګوته کوي.

هغه وويل: ((موږ منو چې د مڼو او زردالوو حاصلات مو د يخنۍ له امله کم شوي خو که د کرنې رياست پر وخت پاملرنه کړې واى نو په حاصلاتو کې به يې ډېر کموالی نه راته.))

د هغه په وينا، سږ کال دوی د کچالانو په حاصلاتو کې هم کموالی راغلی او لامل يې د تخمونو د قيمت لوړېدل و چې دوی د بېوزلۍ له امله تخم وانه خيستلای شو.

د نرخ د قول ميردل سيمې اوسېدونکی امان الله بيا وايي چې د کرنې رياست له هغو کروندګرو يا باغدارانو سره مرسته کوي چې په کوپراتيفونو کې شامل وي.

د ده په وينا، هغه کسان چې د مرستو مستحق وي، نه ورکول کېږي.

بلخوا د نرخ ولسوالۍ يو بل باغ لرونکی ياسين وايي، پرته له دې چې د دوی د مڼو او زردالوو په حاصلاتو کې کموالی راغلی، د شوو حاصلاتو لپاره هم بازار نه لري.

ده وويل: ((زردالو او مڼې يې لومړی د خرڅلاو لپاره ميدانښار ته انتقال کړې خو دومره بازار يې نه درلود، له هغه وروسته يې کابل ته انتقال کړې او د خرابېدو له وېرې يې په ډېر کم قيمت وپلورلې.))

نوموړی وايي، دوی د حاصلاتو د پلورلو ستونزه لري، سړې خونې نه لري، اصلاح شوي تخمونه نه دي ورکړل شوي، په ونو او څارويو کې د ناروغۍ پر مهال د هغو درملنه نه ده شوې.

خو په نرخ ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ رياست استازي رحمت الله بشريار له پژواک سره په خبرو کې وويل، ټولو برګرانو ته يې اصلاح شوی تخم ورکړی، اصلاح شوي نيالګي يې وېشلي او په دې ولسوالۍ کې يې نورې چارې هم ترسره کړې دي.

نوموړی وايي، دوى پلان لري چې په نوي کال کې هغه ونې په دې ولسوالۍ کې ووېشي چې د نورو ونو په پرتله يې په حاصلاتو کې ۵ برابره لوړوالی شتون لري.

ده باغدرانو ته د مرستې د ورکړې په اړه وويل: ((کله چې مرستې راشي نو د پرمختيايي شورا له خوا د کروندګرو لېست ورکول کېږي چې د هغه له تصديق وروسته يې ولسوال لاسليک کوي بيا موږ هغه کروندګر يا باغدار ته مرسته ورکوو.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، بايد د پلان مطابق د روان کال په ترڅ کې په دې ولسوالۍ کې يوه سړه خونه چې د ٥٠٠ ټنو ظرفيت ولري جوړه شي خو د نامعلومو لاملونو له امله يې چارې تر اوسه نه دې پيل شوې.

خو د ميدان وردګو د کرنې او مالدارۍ رييس وايي، په دغه ولايت کې دوه لويې عصري سړې خونې لري چې يوه يې په سيداباد او بله يې په مرکز کې ده چې دواړه د ۱۵سوو ټنو مېوو د ځای يېدو ظرفيت لري.

هغه همدا راز زياته کړه، په دغه ولايت کې ۱۱ د مېوو ذخېرې او ۶۷ کلسټرونه شته او د حيواني ناروغيو د مخنيوي په موخه يې په دغه ولايت کې ۳۱ درملتونونه او ۱۵ حيواني کلينيکونه جوړ کړي دي.

د کرنې او مالدارۍ رييس وايي چې د نرخ ولسوالۍ کروندګرو ته يې تېر کال ۱۳،۵ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۷ ټنه کيمياوي سره او ۱۳،۵ ټنه ډي پي سره ورکړې خو د سږ کال په ترڅ کې په دې ولسوالۍ کې کابو ٣٨ ټنه ياد توکي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې په ميدان ښار کې د ۶ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د مېوو لپاره د يوه مارکېټ د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.