کابل (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٣): د پښتو ژبې نامتو غزلبول او د “زما غزل” شعري ټولګې شاعر اکرام الله ګران نن له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
ګران د ميان فضل رحيم زوى په ١٩٣٨ زېږديز کال د کوزې پښتونخوا د چارسدې په يوه علمي او فرهنګپاله کورنۍ کې زېږېدلى و چې پلار يې د هغه په ادبي روزنه او پالنه کې لوى لاس درلود.
نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د خپلې سيمې په تحصيل بازار ښوونځي کې کړې وې خو د ځينو ستونزو له امله يې لوړې زده کړې ونه کړې؛ له ماشومتوبه يې په شعر ليکلو پيل کړى و او لومړني شعرونه يې د خپل پلار له خوا ادبي ناستو ته وړاندې شول.
ګران د غزل او نظم په فورم کې پراخه شاعري کړې، خو د کتابونو له چاپ سره يې ډېره مينه نه درلوده، يواځې د” زما غزل” شعري ټولګه يې چاپ کړې، چې د ده په شهرت کې يې ستره ونډه درلوده.
د پښتو ژبې له سترو شاعرانو قلندر مومند، حمزه بابا، غني خان او سيد جلال مضطرب سره يې ادبي ناستو، هغه ته شهرت ورکړى او د غزل رنګيني يې په خپرونو او د سندرغاړو په ژبه خورې شوې.
ځوان شاعر او ليکوال طاير ځلاند چې ډېر وخت يې د کوزې پښتونخوا په ادبي ناستو کې تېر کړى؛ اکرام الله ګران په پښتو غزل کې د وچت مقام خاوند بولي او وايي، هغه په دې وروستيو کې زهير و او په ادبي ناستو کې يې ګډون نه شو کولى.
ځلاند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ګران د حمزه شينواري له نږدې ملګرو و، په غزل کې يې په ساده ژبه ډېرې ژورې خبرې کولې او حمزه بابا ورته پر خپل ژوند د “غزل بابا” لقب ورکړى و.
ځلاند زياته کړه: ((دا نظريه هم عامه ده، چې که د غزل د باباتوب لړۍ په حمزه بابا نه ختمېږي، نو بيا په کار ده چې ګران ته د غزل بابا وويل شي، بله دا چې د غزل ژبه يې هم نيمه کلاسيکه ده.))
ده زياته کړه چې ګران په معاصر غزل کې لويه ونډه درلوده، خو ډېر عاجز شاعر و او د غزل اغېزې يې د ځوانو شاعرانو په غزلونو کې، وروسته د “اندروني جذباتو او کيفياتو” په بڼه راڅرګندې شوې.
په فيسبوک ټولنيزه شبکه کې، ګڼو شاعرانو او ليکوالو د ګران پر مړينې خواشيني ښودلې او په پښتو غزل کې يې د هغه د شاعرانه مقام د ستاينې تر څنګ، د ده مړينه د ادب لپاره ستره ضايعه بللې ده.
Visits: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن