کابل (پژواک ٢٠ لېندۍ ٩٣): ملالې يوسفزۍ او ٦٠ کلن هندي ستيارتي دواړو ته د ناروې په پلازمېنه اسلو ښار کې تېره ورځ د يو لړم مراسم په ترڅ کې د سولې نوبل جايزه ورکړل شوه.
د دې سترې نړيوالې جايزې په تاريخ کې ملاله يوسفزۍ تر ټولو کم عمره او لومړنۍ پښتنه ده، چې دا جايزه ترلاسه کوي.
يوسفزۍ د سوات اوسېدونکې ده چې د ماشومانو له زده کړې يې د دفاع له امله د هند د ورته مبارز کيلاش ستيارتي سره يو ځاى دا نړيواله جايزه ترلاسه کړه.
١٧کلنې يوسفزۍ په خيبر پښتونخوا کې نجونو ته د زده کړو د حق لپاره مبازره کوله چې په ۲۰۱۲ م کال کې پاکستاني طالبانو به يوه بريد کې ټپي کړه او تر درمنلې وروسته اوس په برېټانيا کې اوسېږي.
د ملالې د جايزې بل شريک کيلاش ستيارتي له ١٩٩٠ کال راهيسې په هند کې د ورته ستونزې پر وړاندې پر مبارزه بوخت دى.
په اسلو ښار کې د نوبل جايزو د وېش په دغو مراسمو کې د ګټونکو تر څنګ نړيوالو څېرو، د ملالې يوسفزۍ کورنۍ او پوهانو برخه اخيستې وه.
د دې جايزې ارزښت يو ميليون او سل زره ډالره کېږي.
په مراسمو کې د پښتو ژبې وتلي سندرغاړي سردارعلي ټکر ملالې ته چمتو کړې سندره ”ته بي بي شرينه يې” په ژوندۍ بڼه وړاندې کړه، چې په نړيوالو ټلويزيوني چينلونه کې په ژوندۍ بڼه خپرېده.
ملالې د جايزې د ترلاسه کولو پر مهال تر بسم الله وروسته په انګليسي ژبه خبرې وکړې او د خپلو پښتنو زده کوونکو د يادونې تر څنګ يې د ميوند د ملالې يادونه وکړه.
هغې وويل: ((ترهګري د اسلام خلاف عمل دى.))
ملالې يوسفزۍ تر دې مخکې هم ګڼې کوچنۍ او لويې جايزې اخيستې او په ۲۰۱۴ کال کې د سولې نوبل جايزې ته هم نومانده وه.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن