ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک خبري اژانس خبريال وستايل شو

د پژواک خبري اژانس خبريال وستايل شو

author avatar
12 Dec 2014 - 14:53
د پژواک خبري اژانس خبريال وستايل شو
author avatar
12 Dec 2014 - 14:53

کابل ( پژواک، ۲۱ ليندۍ ۹۳ ) : په شمال کې د پژواک خبري اژانس خبريال ذبيح الله احساس په کابل کې د يو شمېر فرهنګيانو له خوا وستايل شو.

د احساس د ستايلو په دې پروګرام کې د پښتو ژبې وتلي ليکوال او څېړونکي استاد محمد اصف صميم، استاد نجيب الله منلي، ډاکټر روهي، له کوزې پښتونخوا څخه راغلي ليکوال او شاعر صادق زړک ، له کابل، شمالي ولايتونو او ننګرهار څخه راغليو ليکوالو او شاعرانو برخه اخيستې وه.

استاد اصف صميم په خپله وينا کې د ذبيح الله احساس هغه هلې ځلې وستايلې چې نوموړى يې په شمال کې د پښتو ژبې د ادب لپاره  ترسره کوي.

هغه زياته کړه، چې احساس په تشو امکاناتو او سختو شرايطو کې د پښتو دوه مجلې ( پرخه او پسرلى) له شمال څخه خپروي او تل يې هڅه کړې ده، چې د ژورنالېزم د مسلک ترڅنګ پښتو ژبې ته هم خدمت وکړي.

د پژواک خبري اژانس د ولايتونو مسوول او مشر اېډېټر جاوېد هميم کاکړ د ذبيح الله احساس پر ژورناليستيکي اړخ رڼا واچوله او هغه يې د پژواک يو له پياوړو خبريالانو څخه وباله.

نوموړي زياته کړه، چې احساس په شمال کې د مېشتو خلکو ستونزو په ډاګه کولو او له حکومت سره په شريکولو کې مهم رول لوبولى دى.

کاکړ وايي، چې احساس نه يواځې د بلخ ولايت اړوند موضوعات له دفتر سره شريکوي، بلکې د اړتيال پر مهال د سمنګان، سرپل، بغلان ، کندوز او تخار ولايتونو پېښې هم تر پوښښ لاندې راولي.

هغه احساس يو مسلکي خبريال وباله او زياته يې کړه، چې تل يې خپل مسلک ته درناوى کړى او  بې پلوه راپورونه يې ورکړي دي.

له کوزې پښتونخوا څخه راغلي ليکوال صادق زړک د پښتو ژبې لپاره د ذبيح الله احساس هلې ځلې وستايلې او زياته يې کړه، چې د هغه پښتو مجلې کويټې او د کوزې پښتونخوا نورو سيمو ته هم رسيږي.

دا چې دا غونډه د ذبيح الله احساس په وياړ او ستاينه جوړه شوې وه، يو شمير ويناوالو له موضوع بهر سياسي خبرې پيل کړې چې د غونډې خوند يې خراب کړ.

په خپله ذبيح الله احساس بيا له کابل مېشتو ليکوالو مننه وکړه، چې دده هلې ځلې يې وستايلې او درناوى يې ورته وکړ.

هغه زياته کړه، چې له تېرو نږدې لسو کلونو راهيسې په شمال کې له پژواک اژانس سره دنده ترسره کوي او تل يې هڅه کړې چې د ولس ستونزې رابرسېره او د حل لارې ورته ولټوي.

ده وويل چې د پژواک اژانس ادارې ورته هر ډول امکانات برابر کړي او له خپلې ادارې يې مننه وکړه.

احساس وايي : (( ماملګرو ته ډير وويل چې زما په وياړ غونډه مه جوړوئ، زه له دې غونډې دومره خوشحاله نه شوم، څومره چې په لومړي ځل په يوه ورځپاڼه کې زما يو شعر خپور شوى .))

نوموړي پر يو شمېر کسانو نيوکه وکړه، چې د ټولنيزو شبکو له لارې اختلافاتو ته لمنه وهي او له دوى يې وغوښتل چې د خپلو اختلافاتو دا لړۍ تر شماله ونه غځوي، ځکه چې دده په وينا، په شمال کې د ليکوالو ترمنځ هيڅ ډول اختلافات نشته.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.