ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: ژوند مو خوندي نه دى

سوداګر: ژوند مو خوندي نه دى

author avatar
13 Dec 2014 - 14:43
سوداګر: ژوند مو خوندي نه دى
author avatar
13 Dec 2014 - 14:43

خوست (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٣): د خوست ځيني سوداګر امنيتي چارواکي پر ناغېړۍ تورنوي چې ګني امنيت يې نه شي خوندى کولاى.

د دغه ولايت سوداګر اندېښنه ښيي چې په تېرو دوو اوونيو کې په خوست ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري يو شمېر دوکانداران په نښه او وژل شوي دي.

يو سوداګر قدرت الله وايي، که اوسنۍ ناامنۍ دوام وکړي، پر سوداګريزه راکړه ورکړه يې ښکاره منفي اغېز کوي او دغه راز له ځنډ او خنډ سره مخ کېږي.

قدرت الله پژواک اژانس ته وويل: ((پوليس د خپلې دندې پر مهال په ټيلېفون کې سندرې اوري.

د هغه تر چوکۍ لاندې بم اېښودل کېږي او الوځوي يې په داسې حالت کې موږ خپل ځانونه خوندي نه احساسوو.))

نوموړي له حکومته وغوښتل چې په مرکز او ولسواليو کې خپل امنيتي تدابير پراخ او پلټنې سختې کړي، څو وکولای شي ټول کاروباريان په ډاډه زړه خپل کارونه مخته يوسي.

د دغه ولايت بل سوداګر حاجي نيازمير پژواک ته وويل که د سوداګرو د ژوند خونديتوب په اړه کوټلي ګامونه وانه خيستل شي، فکر نه کوي چې د هېواد اقتصاد پياوړی شي.

هغه زياته کړه چې د سوداګرو د سر او مال خوندي کول د يوه هېواد د اقتصادي پياوړتيا او پراختيا لپاره تر ټولو مهم بلل کېږي.

نيازمير وايي: ((سوداګر د يوه هېواد لپاره ملي سرمايه بلل کېږي. هېواد مو هغه مهال پرمختګ کولای شي چې ژوند يې خوندي شي.))

د خوست د ښاري اتحاديې مشر حاجي الف شاه منګل پژواک ته وويل چې د سوداګرو ياده ستونزه يې د بنسټيز هواري په موخه له امنيتي چارواکو سره څو ځلې شريکه کړې ده.

الف شاه زياته کړه: ((تر اوسه مو له امنيتي چارواکو کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی، خو بيا هم هڅه کوو چې د دې ستونزې يو حل را وباسو.))

پژواک هڅه وکړه چې د يادې ستونزې د هواري په برخه کې د خوست د امنيتي چارواکو او د سوداګرۍ خونې د رياست غبرګون ترلاسه کړي خو له هڅو سره، سره بريالی نه شو.

بلخوا د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ پژواک ته وويل چې ولايت مقام ټولو امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې د امنيت د ټينګښت لپاره لا نور جدي ګامونه هم واخلي.

هغه وويل ټول امنيتي ارګانونه پوره چمتووالی لري چې د سوداګرو، دوکاندارانو او نورو خلکو د امنيت په خوندي کولو کې له پوره اخلاص څخه کار وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.