لښکرګاه (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۹۳): د هلمند مسوولين وايي چې جنګي وضعيت ته په کتو بايد د لوړو زده کړو وزارت له هلمندي زده کوونکو سره په کانکور کې مرسته وکړي.
يادې څرګندونې د دغه ولايت ځينو چارواکو نن (د لېندۍ ٢٢ مه) په دغه ولايت کې د کانکور ازموينې اخيستلو پر مهال وکړې.
د هلمند پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار احسان الله حيات وويل چې سږ کال د دغه ولايت ١٥ سوه زده کوونکو په کانکور کې برخه اخيستې ده.
هغه وويل چې د هلمند امنيتي وضعيت ته په کتو بايد له دغو زده کوونکو سره مرسته وشي ځکه چې په ډېرو سختو شرايطو کې يې درسونه ويلي دي.
د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختور وويل، دا چې هلمند په تېرو څو کلونو کې جګړو ځپلی دی، يو شمېر ښوونځي يې تړلي او د زده کړو د بهير کيفت يې هم ټيټ دى، نو د لوړو زده کړو وزارت يې ستونزو ته په کتو سره د برياليتوب سلنه بايد لوړه کړي.
د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي مشر پوهنوال عبدالقدير خاموش وويل، په هلمند کې د کانکور لپاره منظمې چارې برابرې شوې او د ازموينې پر مهال يې هېڅ ډول ستونزه نه ده ليدلې.
په کانکور يوه ګډونوال ويس الدين وايي، د کانکور ازموينه يې ښه پيل او رڼه ترسره شوه، خو نوموړي غوښتنه وکړه چې په کانکور کې دې د هلمند له زده کوونکو سره ځانګړې مرسته وشي.
د خاطرې په نوم هم يوې ګډونوالې وويل، د کانکور لپاره يې چمتووالی نيولی و او هيله لري د خپلې خوښې پوهنځي ته به بريالۍ شي.
په هلمندکې د يوه دولتي پوهنتون تر څنګ درې نور خصوصي پوهنتونه فعال دي چې ګڼ محصلين په کې پر زده کړو بوخت دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن