کندهار ( پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٣ ) : په کندهار ولايت کې تر دوه زره زياتو زده کوونکو د کانکور ازموينه ورکړه چې ٤٠٠ تنې يې نجونې وې.
د کانکور د ازموينې د څارنې په موخه د کندهار د والي ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ له کابل څخه راغلى پلاوى هم شتون درلود.
د کانکور ازمونې د پيل پر مهال د کندهار سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا پژواک خبري اژانس ته وويل، خوشحاله دى چې پر ګڼو ستونزو سربېره د دې ولايت سلګونه نارينه او ښځينه زده کوونکي برخه اخلي.
هغه زياته کړه، د کانکور د ازموينې پروسه شفافه ده او زده کوونکو ته اړوندې اسانتياوې برابرې شوې دي.
د نوموړي په وينا، کندهار پوهنتون په دې وروستيو کې کافي وده کړې او ګڼ پوهنځي او ډيپارټمنټونه په کې پرانيستل شوي او زده کوونکي کولاى شي د خپلې خوښې څانګې په کې وټاکي.
د کندهار پوهنتون رئيس حضرت مير توتاخېل پژواک اژانس ته وويل چې د کانکور د ازموينې ګډونوال د کندهار تر څنګ د روزګا، زابل، هلمند او نورو ولايتونو اوسېدونکي دي.
هغه زياته کړه، د کانکو ازموينې ته يې مخکې له مخکې بشپړ چمتووالى درلود او زده کوونکو ته يې په اړه پوهاوى ورکړل شوى و.
هغه خوښي وښودله چې په کندهار ولايت کې د تېر په پرتله په کانکور کې د برخه اخيستونکو شمېر لوړ شوى، خو دغه شمېر يې له نورو ولايتونو سره په پرتله د قناعت وړ و نه ګاڼه.
د نوموړي په وينا، په دې ولايت کې ډېر کار ته اړتيا ليدل کېږي چې د پوهنې معيار لوړ شي او نه يوازې په ښوونځيو کې د زده کوونکو بلکې په پوهنتونونو کې هم د محصلينو شمېر زيات شي.
د کندهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عوض نظري وويل چې په تېر کې د کانکور د ازموينو پر مهال لويه ستونزه د زده کوونکو نه پوهاوى و، خو سږ کال يې دا ستونزه هواره کړې ده.
هغه زياته کړه، څه موده وړاندې يې د زده کوونکو د چمتووالي او پوهاوي په موخه له هغوى څخه تمثيلي ازموينه اخيستې او دغه اقدام له هغوى سره ډېره مرسته کړې ده.
د کانکور په ننۍ ازموينه کې برخوالو ښځينه او نارينه زده کوونکو کومه ستونزه نه لرله، خو غوښتنه يې کوله چې وزارت دې ورسره په نتايجو کې توپيري چلند نه کوي.
د رفيع الله په نوم يوه زده کوونکي وويل، هر کال ګڼ شمېر زده کوونکي د کانکور په ازموينه کې بې نتيجې پاتې کېږي، په کار ده اړوند مسوولين دې ستونزې ته پاملرنه وکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن