ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې وزارت په امريکايي بمبار کې د وژل شوو زده کوونکو نومونه په ډاګه کړل

پوهنې وزارت په امريکايي بمبار کې د وژل شوو زده کوونکو نومونه په ډاګه کړل

author avatar
13 Dec 2014 - 14:17
پوهنې وزارت په امريکايي بمبار کې د وژل شوو زده کوونکو نومونه په ډاګه کړل
author avatar
13 Dec 2014 - 14:17

کابل (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٣): د پوهنې وزارت د هغو پنځو زده کوونکو نومونه او هويت په ډاګه کړ چې تېره اوونۍ په پروان ولايت کې د امريکايي ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوي وو.

دا پېښه تېره اوونۍ د چهارشنبې په مازديګر (د لېندۍ ١٩مه) د پروان د سياګرد ولسوالۍ د سيدان درې په خشکي سيمه کې رامنځته شوه.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې بهرنيو ځواکونو پر هغو زده کوونکو هوايي بريد کړى چې د ازموينې لپاره يې چمتووالى نيو.

هغه زياته کړې وه، چې په دغه بريد کې پنځه تنه وژل شوي دي.

د پوهنې وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د لېندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پروان په سياګرد ولسوالۍ د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د ښوونځي پنځه زده کوونکي وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په وژل شوو کې د دوولسم ټولګي درې زده کوونکي هر يو وثيق الله، حسام الله او علي ګل، د لسم ټولګي يو زده کوونکی شهزاد او د اتم ټولګي زده کوونکی خيرالله شامل دي.

د پوهنې وزارت رهبري پر دې پېښې د ژورې خواشينۍ  څرګندولو تر څنګ دا ډول ناوړه پېښه په کلکه غندلې ده او  د جګړې له ښکېلو خواوو يې غوښتي چې د معارف د زده کوونکو ژوند ته پاملرنه وکړي او د افغانستان پوهنيز نظام زيانمن نه کړي.

د سياه ګرد ولسوالۍ يو قومي مخور امر ستار پژواک  ته ويلي وو چې ياد زده کوونکي په يوه بڼ کې په درس ويلو بوخت وو او ازموينې ته يې چمتوالى نيوه.

خو د ايساف مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفين وو.

سرچينه وايي، وروسته له هغه چې د پروان سياه ګرد سيمه يې تشخيص او ځان يې ډاډه کړ چې ملکي وګړي په کې نشته او وسله وال مخالفين په يوه پرانيستې ساحه کې حرکت کوي، نو دوى ورباندې هوايي بريد وکړ او په پايله کې يې ورڅخه پنځه کسان ووژل.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم په همدې سيمه کې ١٣ ملکي وګړو ته د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.