ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

المان لس کاله نور هم له افغانستان سره مرستې کوي

المان لس کاله نور هم له افغانستان سره مرستې کوي

author avatar
14 Dec 2014 - 19:14
المان لس کاله نور هم له افغانستان سره مرستې کوي
author avatar
14 Dec 2014 - 19:14

کندوز (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٣): د المان د ملکي برخې مسوولين وايي، چې دغه هېواد به تر راتلونکې يوې بلې لسيزې پورې د افغانستان په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې د زېربناوو جوړولو په برخه کې هر کال ٤٣٠ ميليون يورو مرسته وکړي.

د کندوز ولايت د مقام په دفتر کې نن د المان د اقتصادي همکاريو وزارت دفتر او د دغه هېواد د GIZ پراختيايي موسسې د لاسته راوړنو او فعاليتونو د څېړنې په موخه ناسته تر سره شوه.

د المان د پراختيايي او اقتصادي همکاريو وزارت د دفتر کميشنر منفرايد ماير (Munferrid Mayer) په دغه ناسته کې وويل، چې هېواد يې له تېرو ديارلسو کلونو راهيسې په شپږو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې هر کال ٢٥٠ ميليون يورو مرسته کړې، چې د پوهنې، روغتيا، ترانسپورټ، د ظرفيت لوړولو، د قانون حاکميت او د زرګونه وړو او لويو پروژو په جوړولو لګولې دي او اوسمهال هم د دغو پروژو پر پلي کولو کار کوي.

هغه زياته کړه، چې د روان ميلادي کال په پاى ته رسېدو سره د جرمني پوځي برخه پاى ته رسيږي، خو د دغه هېواد ملکي مرستې به دوام ومومي او ټاکل شوې چې له دې لارې تر راتلونکو لسو کلونو پورې هر کال ٤٣٠ ميليون يورو د شمال او شمال ختيځو ولايتونو د بيارغونې په برخه کې ولګوي.

د المان هېواد دغه چارواکي، تخار، کندوز، بغلان، بلخ او فارياب ولايتونه په يادو شپږو ولايتونو کې شامل وبلل او زياته يې کړه، چې څه موده وړاندې د المان د اقتصادي همکاريو د پراختيا وزير له ولسمشر اشرف غني سره د دغه هېواد د مرستو پر دوام خبرې کړي او د اداري فساد د له منځه وړلو په اړه يې ژمنه کړې ده.

خو هغه وويل، هڅه کوي چې د بېکارۍ او بې وزلۍ د راکمولو، ښوونې او روزنې ته د لاسرسي او په راتلونکي کې د روغتيايي وضعيت د ښه والي په برخه کې هم کار او مرسته وکړي.

په شمال زون کې د المان پراختيايي همکاريو دفتر مسوول اندري هايمن (Andry Hiemen) وويل، چې دوى له ٢٠٠٤ زېږديز کال راهيسې په بېلابېلو سکتورونو کې بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د دې مودې په ترڅ کې يې د ٢٠١٣ او ٢٠١٤ زېږديز کلونو تر منځ د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د نجونو د درېيو ښوونځيو په ګډون د يوه ورزشي لوبغالي او يو شمېر نورو پروژو باندې له ١٣ ميليون يورو څخه زيات لګښت کړى او لسګونه نورې پروژې تر کار لاندې دي، چې تر اوسه پورې افغان حکومت ته نه دي سپارل شوې.

هايمن زياته کړه، چې تر لسو نورو کلونو پورې به په افغانستان کې خپلو ملکي مرستو ته دوام ورکړي.

د کندوز ولايت سرپرست مرستيال حمدالله دانشي وويل، چې المان په تېرو ديارلسو کلونو کې څرګنده کړه، چې رښتيا هم له افغان حکومت او خلکو سره رښتنې همکاري کوي.

هغه زياته کړه: ” ديارلس کاله وړاندې کندوز کې د اوسېدو وضعيت تر دې حده پورې خراب و، چې خلکو سړک، ښوونځي، روغتيايي مرکز، بند او سربند او نورو لومړنيو اسانتياوو ته لاسرسى نه درلود، خو اوسمهال د المان په مرسته د زرګونه پروژو په پلي کېدو سره خلکو اړينو اسانتياوو ته لاسرسى پيدا کړى دى.

 د ويلو ده، چې د المان هېواد دفاع وزير په يوه ناڅاپه سفر کې نن د بلخ مرکز مزارشريف ته راغلى او له افغان پوځي چارواکو او په دغه ولايت کې له مېشتو الماني سرتېرو سره يې ليدنه کړې، چې په ترڅ کې يې له افغانستان سره په پوځي برخه کې د خپل هېواد د مرستو له دوام ډاډ ورکړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.