کابل ( پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٣ ) : ولسمشر محمد اشرف غني ديوه فرمان له مخې د افغانستان کرکټ بورډ لپاره نوى عمومي مشر او اجراييه رييس وټاکل .
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د ليندۍ په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر په دې اړه پرون يو فرمان خپور کړى و.
هغه زياته کړه، چې ددې فرمان له مخې نسيم الله دانش د کرکټ بورډ د عمومي مشر او شفيق الله ستانکزى د اجراييه رييس په توګه ټاکل شوي دي.
نسيم الله دانش تر دې مخکې د کرکټ بورډ د مرستيال، اجراييه رييس او سلاکار په توګه پاتې شوى او شفيق الله ستانکزى تر پنځو کلونو پورې د کرکټ د ملي لوبـډلې مدير و.
هوتک وويل چې ياد چارواکي نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ د ادارې مامورينو ته ور وپېژندل شول.
نن تر غرمې مخکې د يوې ګډې خبري غونډې په ترڅ کې پخواني عمومي مشر شهزاده مسعود نوي ټاکل شوي چارواکي د رسنيو استازو ته معرفي کړل.
مسعود وويل چې ولسمشر اشرف غني د لزوم ديد له مخې دغه کسان د کرکټ ادارې او لوبې د ښه پرمختګ لپاره ټاکلي دي.
هغه زياته کړه، نسيم الله دانش او شفيق الله ستانکزى د کرکټ په برخه کې پراخه تجربې لري او دوى به وکولى شي چې د کرکټ لوبې ته په هېواد کې نور پرمختګ هم ورکړي.
نوموړي وويل چې د خپلې مشرۍ پر مهال يې د کرکټ په اداره کې تل د اتحاد او اتفاق هڅه کړې او له نويو چارواکو يې هم وغوښتل چې متحد واوسي او د کرکټ اداره له سياست څخه لرې وساتي.
نوي ټاکل شوي عمومي مشر نسيم الله دانش د پخوانيو چارواکو د کړنو د ستاينې ترڅنګ وويل چې دوى له يوه قوي پلان سره راغلي دي.
هغه زياته کړه، لومړى ګام به يې دا وي چې په کور کې دننه د کرکټ د پرمختګ او نړيوالو لوبو لپاره لس کلن پلان جوړ کړي.
دانش وويل ، بل هدف به يې دا وي چې څومره ژر وکولى شي د هېواد ملي لوبـډلې لپاره د لومړۍ درجې (ټسټ) دريځ خپل کړي.
د کرکټ بورډ نوي اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي وويل چې له دوى څخه ولسمشر ددې نويو دندو لپاره ازموينه اخيستې ده او د معيار له مخې ټاکل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دوى به د کورني کرکټ د پرمختګ ترڅنګ د نړيوال جام لپاره هم بشپړ پلان جوړ کړي.
د کرکټ بورډ وياند فريدهوتک وايي چې پخوانى روزونکى تاج ملوک علم په تخنيکي او حاجي عزيز الله په اداري برخه کې د کرکټ بورډ مرستيالان ټاکل شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د افغانستان د کرکټ بورډ له نوي ټاکل شوي عمومي رييس او د دغه بورډ له غړو سره وکتل.
له ارګ څخه په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د افغانستان د کرکټ ټيم يو ملي وياړ وباله او زياته يې کړه، چې دغه بورډ به په خپلواکه توګه خپلې چارې ترسره کړي او د ملي لوبډلې لوبغاړو ته بايد تل ځانګړې پاملرنه وشي.
ولسمشر د افغانستان کرکټ بورډ ته د لا برياليتوب د هيلې د څرګندولو په ترڅ کې ويلي چې هند، پاکستان او سريلانکا هم ورسره د کرکټ بورډ د پرمختګ په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ نوي رييس نسيم الله دانش ډاډ څرګند کړ چې د يوه منظم پلان له مخې به په دقت سره د کرکټ د ملي ټيم د لا پياوړتيا لپاره کار وکړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن