ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” جنسي بېوزلۍ تخار کې د جنسي تېريو پېښې ډېرې کړي”

” جنسي بېوزلۍ تخار کې د جنسي تېريو پېښې ډېرې کړي”

author avatar
15 Dec 2014 - 14:41
” جنسي بېوزلۍ تخار کې د جنسي تېريو پېښې ډېرې کړي”
author avatar
15 Dec 2014 - 14:41

تالقان (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٣): په تخار کې سږکال د لسګونو جنسي تېريو د پېښو پر ثبتېدو ټولنپوهانو اندېښنه ښودلې او وايي چې په دې ولايت کې جنسي بېوزلۍ پر مېرمنو او ماشومانو د جنسي تېريو پېښې ډېرې کړې دي.

په شمال ختيځو ولايتونو کې ډېر ځله پر ښځو او ماشومانو جنسي تېري کېږي، خو پر يوه شل کلن ځوان  او پر درې کلنې ماشومې جنسي تېري د تخار ولايت  اوسېدونکي حيران کړي دي.

ويل کېږي دغسې پېښې د اخلاقي کمزورتيا له امله وي، خو ټولنپوهان وېره ښيي چې جنسي بېوزلي ښايي په دې ولايت کې د جنسي تېريو د ترسره کېدو ستر لامل وي.

د تخار د عامې روغتيا روغتون رييس ډاکټر اکرام الدين وکيلزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان لمريز کال له پيله  تراوسه په دې روغتون کې د جنسي تېريو ٧٠ پېښې ثبت شوې دي.

وکيلزاده وايي : (( په دې قربانيانو کې ښځې او ماشومانې شامل دي.))

د تخار ولايت د ”برهان الدين رباني پوهنتون” د ارواپوهنې پوهنځي استاد امير محمد پژواک ته وويل،چې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېريو دا پېښې د جنسي بېوزلۍ له امله دي.

نوموړى زياتوي : (( جنسي بېوزلي په وروسته پاتې هېوادونو کې هغه دردونکې پديده ده، چې په انسانانو کې د عقدې او فکري ځورېدنې له امله پيدا کېږي. هغه کسان چې له جنسي بېوزلۍ سره مخ وي، ښځې او ماشومان ځوروي او پر هغوى په وحشيانه ډول تېري کوي.))

د تخار د ښځو چارو رييسه رزم ارا حواش پژواک اژانس ته وويل، جنسي بېوزلي ټولنيزه ستونزه ده، چې ډېرى ځوانان ور سره لاس او ګريوان دي.

هغه وايي، چې جنسي بېوزلي ښايي په دې ولايت کې د نجونو پر سر د ډېر ولور د اخيستلو له امله وي، ځکه په تخار کې ولور په منځۍ کچه تر يو ميليون افغانيو پورې رسېږي.

نوموړې وويل، چې يو شمېر خلک او په ټوله کې ځوانان د دې ولور د نه پوره کېدو له  امله عقدوي خاصيتونه پيدا کوي او جنسي تېري کوي.

نوموړې وايي:(( د دغې ستونزې د هوارې لپاره د تخار سيمه ييز حکومت جدي تدابير نيولي، د جنسي تېريو د مخنيوي کمېسيون جوړ شوى چې ددغه کمېسيون مشر يې د عالمانو شورا کوي، د ولايت مقام، عدلي او قضايي ارګانونه، څارنوالي، پوليس، حج اواوقاف او مدني ټولنه يې غړي دي. دوى د ولور دکمولو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي دي.))

د تخار د عالمانو د شورا مشر مولوي عبدالصمد پژواک اژانس سره په خبرو کې، په ټولنه کې د اخلاقي فساد د زياتوالي لامل د ولور لوړوالى وباله او په خلکو يې غږ وکړ چې که په ټولنه کې د فساد مخنيوى غواړي ،نو دغو ناوړه دودونو ته دې” نه ” ووايي.

هغه زياتوي: (( هيله من يم چې کورنۍ دې له ريا کارۍ، تجملات، هوټلونو کې پر واده کولو مجبورول او له نورو پر مصرفه دودونو څخه ځان وساتي. که نه نو ټولنه د فساد پر لوري ځي.))

ليکوال او په تالقانوکې د مدني ټولنې غړي عتيق الله ساحل پژواک ته وويل ، تل  هغه کسان له جنسي بېوزلۍ سره مخ وي،چې د اقتصاد له پلوه کمزوري وي.

بله خوا هغه ځوانان چې له جنسي بېوزلۍ ځورېږي وايي، د کمزوري اقتصاد له امله نه شي کولى چې واده وکړي او خپلې جنسي غوښتنې پوره کړي.

د تالقانو يو اوسېدونکى نورالدين له ډيرو هڅو وروسته پژواک اژانس سره خبرو ته چتمو شو او ويې ويل : ((د ناسمو دودونو له امله په تخار ولايت کې د واده مصارف له حده ډېر دي، ډېر شمېر ځوانان او پېغلې له واده پرته زړېږي. دا سم  دودونه  نه دي.))

نوموړي غوښتنه وکړه چې د واده لګښت بايد راکم شي،کورنۍ بايد د خپلو اولادونو غوښتنې په پام کې ونيسي، بېځايه غوښتنې پرېږدي چې د واده مخه پرې نيول کېږي.

هغه وايي چې جنسي بېوزلي يې ان د زده کړې مخه هم نيسي

ده زياته کړه : ((تراوسه مې بد فعلي نه ده کړې، خو احساسات مې ورته هڅيږي، ښايي زما په څېر لږ ځوانان پر ځان کنټرول ولري ، خو نور ښايي بدو کارونو ته مخه کړي.))

د پژواک خبريال هڅه وکړه، څو له يو شمېر هغو کسانو سره په دې تړاو خبرې وکړي، چې د جنسي تېريو په تور نيول شوي ،خو بريالى نه شو .

په تخار ولايت کې د ثبت شويو جنسي تېريو د پېښو له ډلې د ليندۍ مياشتې په ٢١مه پر يوې درې کلنې ماشومې نجلۍ جنسي تېرى  وشو .

دا ماشومه او کورنۍ يې په رستاق ولسوالۍ کې اوسېږي او له حکومت څخه د انصاف تمه لري ، خو چارواکي وايي  چې تېري کوونکي يې نيولي دي.

پر دې ولايت سربېره د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم کله ناکله دغسې پېښې ترسره کېږي ، خو ويل کېږي دا ولايتونه هم د هغو په کتار کې راځي ، چې د نجونو ولور په کې لوړ دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.