ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان وردګو کې د مڼو حاصلات کم شوي

ميدان وردګو کې د مڼو حاصلات کم شوي

author avatar
15 Dec 2014 - 15:37
ميدان وردګو کې د مڼو حاصلات کم شوي
author avatar
15 Dec 2014 - 15:37

ميدانښار ( پژواک ۲۴ ليندۍ۹۳) : چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو ولايت د مڼو حاصلاتو کې له ۵۰  سلنه زيات کموالی راغلى خو د غنمو حاصلات زيات شوي دي.

ددې ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير فضل عمر د ليندۍ په ۲۴ مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې  تېرکال د دې ولايت د مڼو حاصلات له ۱۰۴ زره ټنو څخه زيات وو،خو دغه کچه سږ کال يواځې ۵۰ زره ټنو ته راښکته شوې ده .

نوموړي د مڼو د حاصلاتو د کموالي لامل مرضونه،سړه هوا،د واورو او بارانونو اورښت په ګوته کړ.

هغه زياته کړه :((که څه هم د مڼو په حاصلاتو کې کموالی راغلی خو باغدارانو ته اقتصادي ستونزه نه ده اوښتې ځکه چې د مڼو بيې لوړې شوې دي. ))

د انجنير عمر په وينا، تېرکال يو من مڼې په ۱۵۰ افغانۍ پلورل کېدې ، خو سږکال دغه بيه دوه نيمو سوو او درېيو سوو ته لوړه شوې ده. ))

د ده د معلوماتو له مخې ، سږ کال د غنمو حاصلات ۳۶ زره ټنو ته رسېږي،چې د تېر کال په پرتله يې په حاصلاتو کې شاوخوا لس زره ټنه زياتوالی راغلی دی .

د کرنې او مالدارۍ رييس وايي چې د روان کال په ترڅ کې ۱۱ سوه ټنه د اوربشو،نږدې ۱۲ زره ټنه لوبيا،نخود،مشنګ،۶ زره ټنه کچالو،۶۱۶ ټنه پياز،۵۲۵ ټنه روميان او ۷ زره ټنه د زردالو حاصلات ترلاسه کړي دي .

ددې ولايت د نرخ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى عبدالکريم وايي چې په دوه جريبه ځمکه کې د مڼو باغ لري.

هغه زياتوي چې تېر کال يې له دې باغ څخه لس خرواره مڼې ترلاسه کړې وې، خو سـږ کال يې شاوخوا شپږ خرواره مڼې ترلاسه کړې دي.

خو نوموړى وايي چې د مڼو د ښه بازار له امله يې سږکال مڼې په لوړه بيه خر‌څې کړي او ډېر تاوان يې نه دى کړى.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.