ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دانګام جګړه کې د پاڅونوالو دوه مشران وژل شوي

author avatar
17 Dec 2014 - 17:29
author avatar
17 Dec 2014 - 17:29

اسعد اباد ( پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٣ ) : د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې په څلورمه ورځ هم جګړه روانه ده، د پاڅونوالو دوه مشران وژل شوي او پاڅون کوونکي وايي چې تر اوسه يې مرستې ته څوک نه دي رسېدلي.

څلور ورځې مخکې سلګونو وسله والو مخالفينو چې شمېر يې تر دوه زرو پورې رسېږي، په  دانګام ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

د دانګام ولسوال مولوي عنايت الله د ليندۍ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن خال خال ډزې کېدې، وسله والو د پاڅون کوونکو دوه مشران وژلي او ٣٠ کورونه يې سوځولي دي.

هغه زياتوي چې دولتي ځواکونه د ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي، خو د ماينونو له امله د جګړې ساحې ته نه شي تللى.

په سيمه کې دپاڅون کوونکو يوتن مشر رحمت الله پژواک ته وويل نن په څلورمه ورځ هم له وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي.

دى وايي : (( موږ سره چې څومره مهمات وو، هغه په جګړه کې خلاص شوي، اوس مو ځان ډډې ته کړى دى .))

د هغه په وينا، له دې خاورې څخه ددفاع لپاره يې وسله پورته کړې، خو دولت يې قربانۍ ته سپکاوى کړى او مرستې ته يې نه دى راغلى.

ده زياته کړه : (( د يوه افـغان لـــپاره همدومره قرباني ډېره ده چې د خپلې خاورې لپاره له کور، مال او سرڅخه تېر شي او دا قرباني موږ ورکړه.))

د پاڅون کوونکو يوتن مشر شېرخان پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو يې نن کور سوځولى  او وسله وال د ولسي خلکو په لټه کې دي، چې پيدا يې کړي او ويې وژنې.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله وايي چې نوې قواوې دانګام ولسوالۍ ته رسېدلي او د پلان له مخې به ځوابي عمليات پيل کړي.

بله خوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ځمکنيو ځواکونو قوماندان جنرال مراد علي هم اسمار ته  رسېدلى دى.

ټاکل شوې ده، چې هغه به په دانګام ولسوالۍ کې د پيليدونکو عمليات مشري وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.