ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ولسواليو شوراګانوکې دې ښځو ته ٢٥ سلنه ونډه ورکړل شي”

“د ولسواليو شوراګانوکې دې ښځو ته ٢٥ سلنه ونډه ورکړل شي”

author avatar
17 Dec 2014 - 17:32
“د ولسواليو شوراګانوکې دې ښځو ته ٢٥ سلنه ونډه ورکړل شي”
author avatar
17 Dec 2014 - 17:32

جلال اباد ( پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٣ ) : په ننګرهار ولايت کې د ښځو د حقوقو فعالان او د مدني ټولنو غړې په ولسواليو کې ښځو ته د ٢٥ سلنې ونډې ورکولو غوښتنه کوي.

دوى دغه غوښتنه دليندۍ په ٢٦مه، په جلال اباد ښار کې ديوې غونډې په ترڅ کې وکړه، چې د افغاني ښځو د شبکې او افغاني ښځو ته د حقوقي خدمتونو وړاندې کولو موسسو له خوا جوړه شوې وه.

ددغو موسسو مسوولينو او غونډې ته راغليو ښځو شعار ورکاوه چې د ننګرهار په ولسواليو کې دې ښځو ته ٢٥ سلنه ونډه ورکړل شي.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال ددې غونډې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اسلام او افغاني دودونو تر چتر لاندې دوى د ښځو د هڅو ملاتړ کوي او پرمختګ ته يې لاره برابروي.

نوموړي زياته کړه، هغه وړتيا چې په ښځو کې موجوده ده، بايد ګټه ترې پورته شي، ښځې د ژوند په ټولو برخو کې مهم رول لري او بايد ددوی غوښتونو او اړتياوو ته پوره پاملرنه وشي.

ګرديوال له نوي  حکومت څخه وغوښتل چې د ښځو غوښتنو ته لبيک ووايي او  د کار زمينه  ورته برابره کړي.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني وويل چې ښځو په تېرو ديارلسو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کړي، خو اوس هم د ښځو پر وړاندې ځينې ستونزې شته.

هغې زياته کړه چې د ولسواليو شوراګانو کې ښځو ته د پنځه ويشت سلنې ونډې ورکړې سره به يې فعاليتونه تر کليو او بانډو ورسېږي.

هغې زياته کړه : ((اوسمهال زموږ فعاليتونه تر ډېره په جلال اباد ښار پورې محدود دي، چې ددغو شوراګانو په جوړښت سره به زموږ د عامه پوهاوي پروګرامونه پراختيا ومومي.))

افغاني ښځو ته د حقوقي خدمتونو وړاندي کولو موسسې مشر سيد فرهادالله عبيدي پژواک ته وويل چې له نوي حکومت او ولسمشر څخه يې غوښتي چې د ولسواليو شوراګانو کې ښځو ته ٢٥ سلنه ونډه ورکړي.

د هغه په وينا، د دوى موسسه له تېرو اتو کلونو راهيسې د قانون حاکميت، عدالت ته د لاسرسي او د ښځو د حقونو په برخه کې کار کوي.

دى وايي، د ټاکنو پر مهال کانديدانو ورسره ژمنه کړې وه چې د ښځو حقونو ته به ځانګړې پاملرنه کوي  او اوس د همدغو ژمنو پر بنسټ ترې غواړي چې د ولسواليو شوراګانو کې د ښځو د ونډې په اړه احکام  ورکړي.

د غونډې په پاى کې د لاسليک يو کمپاين ترسره شو، چې په سلګونو ښځو د هغې غوښتنې لاندې لاسليکونه وکړل، چې په کې له ولسمشره د ونډې غوښتنه شوې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.