غزني- ميدانښار (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۳): د غزني او ميدان وردګو ولايتونو له نږدې ١٥٠٠ بېځايه شوو او بېوزلو کورنيو سره مرستې وشوې.
د غزني د کډوالو چارو رييس بشيراحمد حامد د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى لا مخکې د بېوزلو او بېځايه شوو کورنيو سروې کړې وه.
هغه زياته کړه چې د ٣٦٠٠ کورنيو لېست يې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته ورکړى و، خو هغوى يواځې ٩٤٠ کورنيو ته مرستې ولېږلې، چې نن يې د وېشلو لړۍ پيل شوه.
د نوموړي په وينا، چې هرې کورنۍ ته درې بوجۍ د ډبرو سکاره، ۳ کمپلې، د پخلنځي سامان د اوبو سطلونه او ژمنۍ جامې شامل دي.
حامد وويل چې له دوى سره د خوړو نړيوال سازمان هم د مرستو ژمنې کړې چې له ترلاسه کولو وروسته به پر پاتو کورنيو ووېشل شي.
رمضان چې د غور ولايت اوسېدونکى دى او په غزني کې مېشت شوى، د مرستو ترلاسه کولو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دا مرستې کمې دي او په دغه ژمي کې يې ستونزې نه شي هوارولى.
هغه له دولت او نړيوالو ټولنو د نورو مرستو غوښتنه وکړه.
د يو بل خبر له مخې، نن د ميدان وردګو پر ٥٢٧ کډوالو او بېځايه شوو کورنيو مرستې ووېشل شوې.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دا مرستې پر هغو کورنيو ووېشل شوې، چې د دغه ولايت له نورو سيمو د ولايت مرکز ته کوچېدلې دي.
دى وايي چې په مرستو کې چې د درې ميليونه افغانيو په ارزښت وې، د سون توکي، کمپلې، سطلونه، د اشپزخانې سامان او د ژمنـۍ جامې شاملې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن