ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو د پکتيکا د والي د ګوښه کولو غوښتنه وکړه

لاريون کوونکو د پکتيکا د والي د ګوښه کولو غوښتنه وکړه

author avatar
17 Dec 2014 - 17:35
لاريون کوونکو د پکتيکا د والي د ګوښه کولو غوښتنه وکړه
author avatar
17 Dec 2014 - 17:35

ښرنه ( پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٣ ) : سلګونو تنو د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنې ښار کې نن په دويمه ورځ هم دلاريون په ترڅ کې د والي او نورو چارواکو د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.

په دې لاريون کې ددې ولايت د مدني ټولنو غړو ، قومي مشرانو، ځوانانو او نورو عامو خلکو برخه اخيستې وه.

په پکتيکا کې د ځوانانو د ټولنې مشر قلندر ملنګ پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو دوه ورځو راهيسې يې د لوړو پوړو چارواکو د ګوښه کولو په موخه سوله ييز لاريونونه پيل کړي دي.

هغه زياتوي چې د پکتيکا والي په خپلو کارونو کې پاتې راغلی او په خپله اداره هېڅ حاکميت نه لري چې له امله يې د پکتيکا والو حقوق تر پښو لاندې شوي دي .

نوموړى وايي : (( تر هغه به موږ خپلو لاريونونو ته دوام ورکوو، تر څو چې د پکتيکا والي له دندې ګوښه شوی نه وي او د پکتيکا والو غوښتنو ته د حل لارې نه وي لټول شوې .))

د ملنګ په خبره چې د پکتيکا والي ډېرى هغو غونډو ته چې لوړ پوړي پلاوي په کې ګډون کوي د خپلې خوښې خلک راغواړي څو چارواکو ته د ستونزو په اړه شکايت ونه کړي. .

د لاريون يو بل ويناوال پخواني جهادي قوماندان مامور ښادي خان وويل چې دپکتيکا د اوسني والي له لوري ددې ولايت له خلکوسره له حده زيات ظلم او سخت چلند شوی او خلک يې په تياره کې ساتلي دي.

هغه پر مرکزي دولت غږ وکړ چې نور د پکتيکا والي له دې ولايت څخه لرې او د خلکو حقه حقوق خوندي کړي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د والي په اړه د خلکو ادعاوې او تورونه رد کړل.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دې لاريون کې  ځينې خلک د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره راټول شوي وو او غواړي چې والي بدنام کړي.

دى وايي ، پرونۍ غونډه کې ځينو خلکو ته ځکه د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې، چې په تالار کې تر ٥٠٠ زيات خلک نه ځاييدل.

د يادونې ده چې پرون د دې ولايت ديحيى خېلو د پېښې د غمرازۍ لپاره ولسمشر دغه ولايت ته سفر درلود او پرون هم يو شمېر خلکو د والي پر ضد لاريون کړى و.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.