کابل (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٣): ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لوى درستيز سره، چې د يوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې کابل ته راغلى، وکتل.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه کتنه نن له غرمې وروسته د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې تر سره شوه.
په دې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جنرال راحيل شريف د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په افغانستان، پاکستان او سيمه کې د افراطيت او ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې د پياوړتيا په موخه کابل ته راغلى دى.
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، د پاکستان له خلکو سره د پېښور په يوه ښوونځي باندې د طالبانو له لوري د بريد له قربانيانو او ټپيانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، دغه کار يو ترهګريز عمل بللى او په کلکه يې غندلى دى.
په دغه بريد کې، چې مسووليت يې د پاکستان د طالبانو تحريک پر غاړه اخيستى، د ښوونځي د ١٣٢ ماشومانو په ګډون ١٤١ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې د دغه ښوونځي پر زده کوونکو بريد اصلاً پر افغانستان، مسلمانانو او بشريت بريد و.
ولسمشر وويل: “په پېښور کې د تېرې ورځې بريدکوونکي د هغو ترهګرو په څېر دي، چې د پکتيکا په يحيى خېلو او د کابل ښار د استقلال لېسې پر ماشومانو او زده کوونکو يې بريدونه وکړل.”
د اشرف غني په وينا، دا ډول ترهګريزې کړنې، نه يواځې دا چې په سختو ټکو وغندل شي، بلکې د عاملينو پر وړاندې يې بايد سخت ګامونه پورته شي.
ولسمشر زياته کړه: “اوس هغه وخت رارسېدلى، چې پاکستان او افغانستان دواړه په رښتينولۍ او پوره اغېزمنتيا سره د افراطيت او ترهګرۍ پر وړاندې ګامونه پورته کړي.”
هغه په دې ټينګار وکړ، چې افغانستان له پاکستان سره په خپلواکه توګه په افغانستان، پاکستان او سيمه کې د سولې د ټينګښت لپاره د ترهګرۍ او افراطيت پر وړاندې ګام پورته کولو ته چمتو دى.
همدارنګه د پاکستان د اردو لوى درستيز راحيل شريف وويل: “موږ هڅه کوو، چې د پرون ورځې د پېښې عاملين ژر تر ژره ونيسو او د خپلو اعمالو په جزا يې ورسوو.”
هغه وويل، چې افغانستان او پاکستان دواړه په ګډه سره بايد د دا ډول پېښو له بيا تکرار څخه د مخنيوي لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې ګډ او کلک ګامونه پورته کړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن