ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيا کې له بشري حقوقو د سرغړونو پېښې ډېرې شوې دي

په پکتيا کې له بشري حقوقو د سرغړونو پېښې ډېرې شوې دي

author avatar
17 Dec 2014 - 17:23
په پکتيا کې له بشري حقوقو د سرغړونو پېښې ډېرې شوې دي
author avatar
17 Dec 2014 - 17:23

ګردېز (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٣): په پکتيا ولايت کې د افغانستان د بشري حقوقو سيمه ييز دفتر وايي چې د تېر کال په پرتله د ملکي وګړو وژنې او د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي دوه برابره ډېر شوي دي.

دا خبرې د لېندۍ په ٢٦مه د ياد کمېسيون چارواکو د بشري حقونو د نړيوالي ورځې په لمانځغونډه کې وکړې .

په غونډه کې چې په ياد کمېسيون کې جوړه شوې وه، د پکتيا ملکي او نظامي چارواکو، مدني ټولنو، مېرمنو او د يو شمېر نورو ادارو استازو برخه اخيستې وه.

په ګردېز کې د بشري حقونو د کمېسيون د سيمه ييز دفتر سرپرست شفيق الله نيازي وويل چې په روان لمريز کال کې په سوېل ختيځو ولايتونو پکتيا، خوست او پکتيکا کې ۱۹۴ ملکي وګړي وژل شوي چې ۱۳۶ يې نارينه، ۱۷ ښځې او ۴۱ يې ماشومان دي.

د نوموړي په وينا، همدا ډول ۳۶۶ کسان ټپيان شوي چې ۲۵۵ نارينه ، ۱۶ ښځې او ۹۵ يې ماشومان دي.

نيازي وويل چې د تېر کال په پرتله د دغو پېښو په وژل شوو کې ۵۰ او په ټپيانو کې ۳۳ سلنه زياتوالی راغلی دی .

دى وايي، تېر کال د ښځو پر وړاندې په تاوتريخوالي کې هم دوه برابره زياتوالی راغلی چې د سږ کال د پېښو شمېر ۹۸ ته رسېږي .

په پکتيا کې د بشري حقوقو د ځايي دفتر مشر وويل چې د سږ کال په اوږدو کې يې د عامه پوهاوي په برخه کې په درېيو ولايتونو کې شاوخوا درې زره کسانو ته چې نارينه، ښځې او ماشومان په کې شامل دي، ورکشاپونه نيولي دي.

شفيق الله نيازي د بشري حقونو د خراب وضعيت او پر وړاندې يې د پرتو ستونزو يادونه هم وکړه.

ده وويل چې د امنيت نه شتون، اداري فساد، ناوړه دودونه او د ملګي وګړو مرګ ژوبله او په لرې پرتو سيمو کې عدلي او قضايي ارګانونو ته د خلکو نه لاسرسۍ هغه څه دي چې د دوی چارې يې له خنډ سره مخ کړې دي.

د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل په خپلو خبرو کې په ځينو سيمو کې د امنيت د نه شتون خبره ومنله خو ويې ويل، سره له دې بيا هم په جنايي پېښو کې د تېر کال په پرتله کم والی راغلی دی.

نوموړي وويل، د امنيت راوستل او د بشري حقونو خوندي کول نه يوازې چې د پوليسو کار دی، بلکې عام وګړي هم په دې کې مهم رول لوبولی شي.

اورياخېل وايي چې دوی بيا هم حاضر دي چې د بشري حقونو د وضعيت په ښه والي کې رغنده رول ولوبوي او د هر چا په واسطه چې تر پښو لاندې کېږي دوی يې مخنيوی وکړي.

ده داهم وويل چې د دوی پوليسو په دې برخه کې ښه روزنه ترلاسه کړې تر څو د تاوتريخوالي د پېښو کچه راکمه کړي.

يو ديني عالم مولوي روز الدين د بشري حقونو د پېښو زياتېدو لامل د ديني مسايلو سم نه تطبيق بولي .

دی وايي چې که چېرې د ټولنې وګړي په سم ډول اسلامي سپارښتنې عملي کړي نو دا ډول پېښې به يا کمې او يا هم بېخي له منځه ولاړې شي.

ياده دې وي چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د بشري حقونو د سيمه ييزو دفترو نو له خوا په دې ډول جوړو شوو غونډو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او د ملکي خلکو د وژني په پېښو کې زياتوالی ښودلی و.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.