ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله: د کابينې غړي به له ټاکلې مودې وړاندې اعلان شي

ډاکټر عبدالله: د کابينې غړي به له ټاکلې مودې وړاندې اعلان شي

author avatar
17 Dec 2014 - 19:38
ډاکټر عبدالله: د کابينې غړي به له ټاکلې مودې وړاندې اعلان شي
author avatar
17 Dec 2014 - 19:38

کابل (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٣): د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله وايي، د کابينې غړي به د خپل ټاکل شوي وخت له پاى ته رسېدو وړاندې اعلان شي او د ټاکنيز نظام په ټولو برخو کې اصلاحات راوستل د حکومت له لومړيتوبونو بلل کېږي.

په داسې حال کې، چې د ملي حکومت له پېليدو ٨٠ ورځې تېرېږي او ولسمشر اشرف غني د تلې مياشتې په اوومه د لوړې په مراسمو کې ويلي و، چې نوې کابينه به تر راتلونکې يوه نيمې مياشتې پورې اعلان شي، خو تر اوسه پورې دغه کار نه دى تر سره شوى.

له هغه وروسته ولسمشر د لندن له ناستې وړاندې د ليندۍ په ٩مه وويل، چې نوې کابينه به تر راتلونکو درېيو څلورو اونيو پورې اعلان شي، چې له دې مودې هم دوه اونۍ تېرېږي او تر اوسه پورې کابينه نه ده اعلان شوې.

خو د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله وويل، لکه څرنګه چې ولسمشر د لندن له ناستې وړاندې ژمنه کړې وه، چې نوې کابينه به د دوو او څلور اونيو په موده کې جوړه او ولسي جرګې ته د رايې اخيستو لپاره وړاندې شي، خلکو ته په دې اړه ډاډ ورکوي، چې نوې کابينه به له دغې نېټې وړاندې معرفي کړي.

نوموړي چې نن په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې، زياته کړه چې لومړى هغه کسان چې په امنيتي برخو کې مسووليت لري، ټاکل کېږي، خو د کابينې ټول غړي يو ځلي ولسي جرګې ته ورپېژندل کېږي.

ولسي جرګې، دوى ته د حکومت له لوري د کابينې د نه ورپېژندنې له امله، تل نيوکې کړې او هغه يې د دولتي چارو د ځنډ او امنيتي حالت د خرابېدو لامل بللى دى.

ډاکټر عبدالله وويل: “د کابينې د معرفۍ لپاره بېلابېلې تبصرې کېږي او خلکو انتظار درلود چې کابينه ژر اعلان شي، خو پر کابينې باندې خبرې کول عادي کار نه دى؛ په افغانستان کې له ديارلسو کلونو وروسته بدلون راغلى او ولسمشر او موږ هر يوه خلکو سره ډېرې ژمنې کړې، چې ان شاءالله خلک به د داسې يوې کابينې شاهدان وي، چې د ملي يووالي تمثيلوونکې به وي او وطن دوسته او رښتوني کسان به په کې شامل وي.”

د حکومت اجرايي مشر زياته کړه، چې د کابينې په جوړښت کې مشورې او وخت ته اړتيا ده او اوس هغه مهال رارسېدلى، چې خلک به ډېر ژر واوري چې د کابينې غړي څوک دي.

هغه يو ځل بيا په ټاکنيز نظام کې پر سمون او اصلاح ټينګار وکړ او ويې ويل، د ملي يووالي حکومت لپاره تر ټولو لومړنۍ او مهمه موضوع د هېواد په ټاکنيز نظام کې اصلاح راوستل دي.

د حکومت اجرايي مشر وويل: “موږ ژمن يو چې اساسي اصلاحات به رامنځته کوو او په دې اړوند به هېڅ بې پروايي ونه کړو، څو له دې لارې وکړاى شو د ټاکنيز نظام پر پروسې باندې د خلکو باور را ژوندى کړو.”

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.