ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د ترهګرۍ په له منځه وړو کې پاکستان رښتينى نه دى

شنونکي: د ترهګرۍ په له منځه وړو کې پاکستان رښتينى نه دى

author avatar
18 Dec 2014 - 15:47
شنونکي: د ترهګرۍ په له منځه وړو کې پاکستان رښتينى نه دى
author avatar
18 Dec 2014 - 15:47

کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٣): شنونکي له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او وايي، پاکستان غواړي په دې ډول څرګندونو په نړۍ کې بايللى باور بيا ترلاسه کړي.

تېره سې شنبې (د لېندۍ ٢٥مه) پاکستاني طالبانو د خيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې پر يوه ښوونځي بريد وکړ. په دغه بريد کې ١٤٠ تنه چې ډېر يې ماشومان وو، ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

تر بريد وروسته د پاکستان لومړي وزير نوازشريف وويل چې هېواد به له ترهګرۍ ژغوري او نور به د عملياتو پر مهال د ښو او بدو وسله والو طالبانو ترمنځ هېڅ ډول توپير نه کېږي.

د ده په وينا، تر هغه به د ترهګرۍ پر ضد جګړه روانه وي چې يو ترهګر هم نه وي پاتې شوى.

تېره ورځ د پاکستان د پوځ مشر راحيل شريف هم افغانستان ته راغى او له افغان ولسمشر سره يې د ليدنې پر مهال له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو په وار-وار پاکستان د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړى او ويلي يې دي چې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفينو د تمويل او تجهيز مرکزونه په پاکستان کې دي.

د سياسي چارو شنونکى بشيراحمد بيژن هم پاکستان له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورنوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې ريښتينې نه بولي.

بيژن پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستاني چارواکي هڅه کوي په دې ډول څرګندونو سره هغه منفي نظر چې په نړۍ کې د دغه هېواد په اړه شتون لري، له منځه يوسي او نړيوالو ته وښيي چې په سيمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړو هوډ لري.

د ده په اند، پاکستان هېڅ مهال د افغانستان لپاره ريښتينى نه دى او هڅه کوي چې په بېلابېلو پلمو افغان مشران وغولوي.

هغه وايي: “د خواشينۍ ځاى خو دا دى چې افغان مشران ولې پر دې نه پوهېږي چې پاکستان تل ورسره نيرنګ کوي.”

بيژن زياتوي: “افغان چارواکو خو اول بايد هېڅ د پاکستان د پوځ مشر ته اجازه نه واى ورکړې چې کابل ته راغلى واى؛ ځکه هغوى هڅه کوي په يو ډول ذهنيت جوړونه وکړي چې دوى د ترهګرۍ ملاتړي نه دي.”

د هغه په وينا که چېرې پاکستاني چارواکي غواړي له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي نو په خپل هېواد کې دې د ترهګرو شته ځالې له منځه يوسي، تر څو سيمه د ترهګرۍ له شر څخه په امن شي.

دی وايي: “طالبان، لشکر جنګوي، حقاني ډله او لشکر طيبه چې په منظمه توګه هره ورځ د افغانستان خلک پر وينو لړي، عملاً د پاکستان د استخباراتي ادارې په دفترونو کې مرکزونه لري.”

د بيژن په وينا، پاکستان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له ترهګريزو ډلو ګټه پورته کوي او په پېښور کې پر ښوونځي بريد هم په دغه هېواد کې د شته ترهګرو ډلو له خوا د پاکستان د موخو لپاره شوى دى.

ده د پاکستان د يادو موخو په اړه وضاحت ورنه کړ.

د سياسي چارو بل شنونکى محمدجعفر مهدوي هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې ريښتينې نه بولي.

هغه وايي: “هغوی په دغه شان خبرو سره غواړي افغانستان تر فشار لاندې راولي، چې طالبان په واک کې شريک کړي، دوهم دا چې نړيوالو ته وښيي چې پاکستان هم له ترهګرو سره مبارزه غواړي او درېيمه خبره دا ده چې پاکستاني چارواکي د خپلې داخلي بې ثباتۍ د ارام کولو لپاره دغه شان څرګندونې کوي.”

دغه راز د ده په اند، پاکستاني چارواکي په دغه شان څرګندونو سره هڅه کوي چې د پېښور د بريد د مخنيوي په برخه کې د خلکو له نيوکو ځانونه وژغوري.

د هغه د څرګندونو له مخې، پاکستان، تر هغه چې هندوستان په سيمه کې د خپل اصلي دښمن په توګه پېژني؛ د ترهګرۍ پر وړاندې ريښتينې مبارزه نه کوي.

ده زياته کړه: “پاکستان يواځنى هېواد دى چې دوه پوځه لري، د يوه پوځ مشري يې راحيل شريف کوي او دويم پوځ يې همدغه ترهګريزې ډلې دي.”

د مهدوي په وينا، پاکستان په بېلابېلو وختونو کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د افغانستان او هندوستان پر وړاندې له ترهګريزو ډلو ګټه پورته کړې ده.

هغه زياته کړه: “زه دا ډېر بعيد ګورم چې پاکستان دې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي؛ ځکه هغه ترهګريزې ډلې چې په پاکستان کې شتون لري د پاکستان ملي ګټې يې له ګواښ سره نه دي مخ کړي، بلکې د پاکستان ملي ګټې يې تامين کړي دي.”

د ده په وينا، افغان چارواکي بايد د بهرني سياست په برخه کې د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد د چارواکو د خبرو او کړنو پر وړاندې عاطفي چلند ونه کړي او محتاط واوسي.

افغان چارواکو پاکستان کې پر ښوونځي بريد پر سختو ټکو غندلى او تل يې ويلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې بايد ګډه مبارزه وشي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.