ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت: کابل کې ١٣ کلن ځانمرګى نيول شوى

ملي امنيت: کابل کې ١٣ کلن ځانمرګى نيول شوى

author avatar
18 Dec 2014 - 17:29
ملي امنيت: کابل کې ١٣ کلن ځانمرګى نيول شوى
author avatar
18 Dec 2014 - 17:29

کابل (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٣): د ملي امنيت لوى رياست وايي، د يوه ١٣ کلن ځانمرګي په نيولو سره يې په کابل ښار کې د يو شمېر هېوادوالو د وژلو مخنيوى کړى دى.

د دې رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت ځواکونو د بلال په نامه يو ١٣ کلن ماشوم د هاشم په نامه له يوه لېږدوونکي سره يوځاى د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې نيولى دى.

سرچينه کاږي، ياد ماشوم د کابل ښار په يوې ګڼې ګوڼې سيمې کې د ځانمرګى بريد هوډ درلود، خو موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شو.

د سرچينې په وينا، نيول شويو کسانو د لومړنيو څېړنو په ترڅ کې په خپل جرم اعتراف کړى دى.

په خبرپاڼه کې د بلال له خولې ليکل شوي، چې ٤٥ ورځې يې له هېواده بهر د پوځي او ځانمرګو بريدونو په اړه زده کړې کړې دي.

ملي امنيت وايي، د نوموړو کسانو په نيول کېدو سره په کابل ښار کې د يو شمېر هېوادوالو د وژلو مخنيوی وشو.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.