ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د پاکستان له لوى سوداګر سره وکتل

ولسمشر غني د پاکستان له لوى سوداګر سره وکتل

author avatar
18 Dec 2014 - 14:41
ولسمشر غني د پاکستان له لوى سوداګر سره وکتل
author avatar
18 Dec 2014 - 14:41

کابل (پژواک ٢٧ لېندۍ ٩٣): “په افغانستان کې پانګونه کولای شي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو د لا ښه والي په برخه کې مهم رول ولوبوي.”

دغه څرګندونې نن په ارګ کې د ولسمشر محمداشرف غني او د پاکستان تر ټولو د لوی سوداګر او پانګوال ميا محمد منشاء ترمنځ د ليدنې پر مهال وشوې.

د ولسمشر د وياند له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې د لا پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر غني هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د ميا محمدمنشاء په نوښت د ده پانګونه به د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ د همکاريو پر يو سمبول بدله شي.

ياد ستر پاکستاني سوداګر وويل چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.

منشاء زياته يې کړه: ((موږ نه يوازې د سولې او ثبات په برخه کې د همکارۍ لپاره چمتو يو، بلکې کولای شو په نورو برخو کې لکه برېښنا، پراختيايي چارې، د اوبو د بندونو جوړولو، بانکدارۍ، مخابراتو، ساختماني، د نساجۍ صنعت او کيمياوي سرې په برخو کې په ګډه کار وکړو.))

دواړو لورو پر دې هوکړه وکړه، د دې لپاره چې يادې چارې عملي بڼه غوره کړي، بايد دواړه خواوې ځانګړی پلاوی وټاکي، تر څو ژر تر ژره په يادو برخو کې عملي ګامونه وچت شي.

ولسمشر غني منشا او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو په ترڅ کې هغوى ته د پېښور د غميزې په اړه د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.

د يادونې ده، د وړمې ورځې په ډله ييز ځانمرګي بريد کې چې په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي کې ترسره شو، تر سلو ډېر زده کوونکي ووژل شول او په لسګونه نور ټپيان شول.

په پاکستان کې درې ورځنى ملي ماتم هم اعلان شوى او پاکستاني طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

همداراز تېره ورځ په کابل کې د ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لوى درستيز په کتنه کې د ترهګرۍ پر خلاف بر ګډه مبارزه هم ټينګار شوى ده.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.