ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : د دانګام عملياتو کې تر اوسه ١٥ وسله وال وژل شوي

چارواکي : د دانګام عملياتو کې تر اوسه ١٥ وسله وال وژل شوي

author avatar
18 Dec 2014 - 11:51
چارواکي : د دانګام عملياتو کې تر اوسه ١٥ وسله وال وژل شوي
author avatar
18 Dec 2014 - 11:51

اسعداباد (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٣): د کونړ چارواکي وايي چې په دانګام ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو له خوا تېره شپه په پيل شوو عملياتو کې تر اوسه ٢٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سلګونو وسله والو طالبانو پنځه ورځې مخکې په دانګام ولسوالۍ کې د هغو سيمه ييزو اوسېدونکو پر ضد بريدونه پيل کړي چې د دوى پر ضد يې پاڅون کړى دى.

پاڅون کوونکو له تېرو څلورو ورځو راهيسې د هوايي ځواک ، وسلو او مهماتو غوښتنې کولې، خو د جګړې په پنځمه شپه يې افغان امنيتي ځواکونو مرستې ته رسېدلي او په سيمه کې يې عمليات پيل کړي دي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله د لېندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې ملي پوځ، سرحدي او ملي پوليسو برخه اخيستې ده.

هغه زياته کړه چې ملي ځواکونه په دانګام ولسوالۍ کې د پرمختګ په حال کې دي او د ايوب بانډه، زمان پوسته اود کانتو سرونه يې نيولي دي.

والي وايي چې له تېرې شپې راهيسې په دغو عملياتو کې ١٥ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې څلور د ملي اردو سرتېري هم ټپيان شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د کورنيو چارو سرپرست وزير جنرال ايوب سالنګى هم سيمې ته رسېدلى دى، هغه خبريالانو ته وويل چې په دانګام ولسوالۍ کې د هوايي عملياتو په اړه يې پلان جوړ کړى دى.

بلخوا د افغانستان ملي تحريک مشر محمداسماعيل يون د يوه کاروان په مشرۍ د دانګام ولسوالۍ د خلکو په ملاتړ اسعداباد ته رسېدلى دى.

هغه اسعداباد ته له لارسېدو سره سم روغتون ته ولاړ، د دانګام ولسوالۍ د ملکي ټپيانو پوښتنه او له هغوى سره يې مرسته وکړه.

نوموړي د اسعداباد د شهيدانو په پارک کې په خپلو لنډو خبرو کې وويل چې کونړ ته يې په دې موخه سفر کړى څو د دانګام ولسوالۍ له خلکو سره خپل يووالى څرګند کړي.

هغه زياته کړه چې دوى تر ٣٠ زرو امريکايي ډالرو پورې مرستې راټولې کړې او د دانګام پر خلکو به يې ووېشي.

د دانګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر حاجي مزمل نن سهار پژواک ته ويلي وو چې وسله والو د دوى ٥٠ کورونه سوځولي، پنځه تنه يې وژلي او تر ٣٠ پورې کسان ټپي کړي دي.

خو وسله والو طالبانو ويلي چې دوى نه هم له ملکي وګړو سره جګړه کړې او نه يې کورونه سوځولي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دوى له دولتي سرتېرو او هغو خلکو سره په جګړه بوخت دي، چې د دوى پر ضد يې وسله پورته کړې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.