ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د تېلو بيې رالوېدلې دي

کابل کې د تېلو بيې رالوېدلې دي

author avatar
18 Dec 2014 - 15:24
کابل کې د تېلو بيې رالوېدلې دي
author avatar
18 Dec 2014 - 15:24

کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٣): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د تېلو بيې راټيټې شوې، خو د ايراني سرو زرو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د وزير اباد  تېلو ټانک مسوول عبدالصبور پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو لېتر پټرولو بيه له ٥٦ څخه ٥٤ افغانيو او د يوه لېتر ډېزل تېلو بيه له ٥٣ افغانۍ څخه ٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې په نړيوالو بازارونو کې د تېلو بيو د راټيټېدو او هېواد ته د تېلو د ډېرو وارداتو له امله د تېلو بيې راټيټې شوې دي.

د لرګيو بيه د تېرې اوونۍ په پرتله لوړه شوې، خو د ګازو بيه له کوم بدلون پرته پر خپل حال پاتې ده.

د کابل ښار د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي خان محمد وويل چې د هوا د سړښت له امله د لرګيو بيې لوړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د يو خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه له ٦٥٠٠ افغانۍ څخه ٦٨٠٠ افغانۍ او د يوه خروار ارچې لرګيو بيه له ٦٢٠٠ څخه ٦٥٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

خو د کابل ښار د تايمنې د پنځم سړک يوه ګاز پلورونکي محمدشريف وويل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٦٥ افغانۍ ده.

د لومړنيو خوراکي توکو بيې هم له کوم بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وايي چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د ٢٤ کيلوګرامه سېله پاکستانۍ وريځو بيه ١٧٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي پاکستاني اوړه ١٣٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي بوره ١٧٢٠ افغانۍ، ١٦ لېتره مومن غوړي ١٠٧٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٨٠ افغانۍ دي.

د لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ يوه دوکاندار خانعلي وويل چې نن د ٢٤ کيلوګرامه پاکستانۍ سېله وريځو بيه ٢١٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي اوړه ١٤٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي بوره ١٨٥٠ افغانۍ، ١٦ لېتره مومن غوړي ١١٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٥٠ افغانۍ او يو کيلو شين چاى په ٢٤٠ افغانۍ دي.

د عربي سرو زرو بيو کوم بدلون نه دى کړى، خو د ايراني سرو زرو بيه لوړه شوې ده.

د کابل په تيمورشاهي واټ کې د حاجي صالح محمد زرګرۍ مالک محمد فواد وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د عربي سرو زرو په بيو کې کوم بدلون نه دى راغلى چې يو ګرام يې په ٢٠٠٠ افغانۍ پلورل کېږي، خو د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٦٥٠ افغانۍ څخه ١٧٠٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

د کابل د شهزاده سراى يوه صراف محمود د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٨،٠٥ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو د اخيستو ارزښت ٥٧٦ افغانۍ دى.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٧،٩٥ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو ارزښت ٥٦٢ افغانۍ و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.