ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې د کانکور ازموينې پر مهال وسله واله نښته شوې

کاپيسا کې د کانکور ازموينې پر مهال وسله واله نښته شوې

author avatar
18 Dec 2014 - 15:54
کاپيسا کې د کانکور ازموينې پر مهال وسله واله نښته شوې
author avatar
18 Dec 2014 - 15:54

محمودراقي (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٣): د کاپيسا په البيروني پوهنتون کې د کانکور د ازموينې پر مهال نښته رامنځته شوې چې له امله يې پنځه کسان ټپيان شوي دي.

په کاپيسا کې د کانکور ازموينې لړۍ پرون پيل شوه او نن په دويمه ورځ پاى ته ورسېده.

د کانکور يوه ګډونوال همت پژواک اژانس ته وويل چې له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه کله چې د کانکور پروسه د خلاصېدو په حال کې وه، نښته رامنځته شوه.

هغه زياته کړه چې نښته د لومړۍ حصې کوهستان ولسوالۍ د ا منيه قوماندان محمد انور او د ولايتي شورا د غړي محفوظ ساپي د ساتونکو تر منځ رامنځته شوه.

د همت په وينا، د ولايتي شورا غړي هڅه کوله چې له خپلو ساتونکو سره د کانکور صحنې ته ننوځي، خو د امنيه قومان ساتونکو يې مخه نيوله چې له امله يې د دواړو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته نښته رامنځته شوه.

دى وايي چې په دې نښته کې د دواړو لورو پنځه ساتونکي ټپيان شوي دي.

د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپي پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې امنيتي ځواکونه ساحې ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.

دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.