ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ماشومانو پر وړاندې د بشري سرغړونو ٢٧٣ پېښې ثبت شوې دي

کندهار کې د ماشومانو پر وړاندې د بشري سرغړونو ٢٧٣ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
18 Dec 2014 - 11:30
کندهار کې د ماشومانو پر وړاندې د بشري سرغړونو ٢٧٣ پېښې ثبت شوې دي
author avatar
18 Dec 2014 - 11:30

کندهار (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٣): په کندهار کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يې د روان کال په اوږدو کې د ماشومانو پر وړاندې د بشري سرغړونو ٢٧٣ پېښې ثبت کړې دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ماشومانو د څانګې مسوول شمس الدين تنوير پژواک خبري اژانس ته وويل چې که څه هم د تېر په پرتله په دغه ولايت کې د ماشومانو عمومي وضعيت ښه شوى او پر وړاندې يې د بشري سرغړونو کچه ټيټه شوې، خو لا هم په دې برخه کې ډېر کار ته اړتيا ده.

هغه زياته کړه، د روان کال له پيله يې په دغه ولايت کې د ماشومانو پر وړاندې د بشري سرغړونو ٢٧٣ پېښې ثبت کړې دي.

د نوموړي په وينا، په دغو پېښو کې په جګړو او ماينونو کې د ماشومانو مرګ ژوبله، جنسي تېري، شاقه کارونه، په کم عمر کې ودول او نور شامل دي.

دى وايي، هغه شمېرې چې د هغوى د ادارې له خوا راټولې شوې، ښيي چې په روان کال کې په کندهار کې په جګړو او د ماينونو په چاودنو کې ٥٠ ماشومان وژل شوي او تر ٧٠ زيات ټپيان شوي دي.

تنوير وويل، که څه هم د بشري حقونو د ګڼو ادارو له خوا په وار وار د جګړې له ښکېلو غاړو د بشري حقونو د مراعاتولو جدي غوښتنې شوې، خو ښکاري چې يوې غاړې يې هم د مراعتول هڅه نه ده کړې، ځکه خو په دومره شمېر ماشومان د جګړې او په ځانګړې توګه د سړک د غاړې د ماينونو ښکار شوي دي.

نوموړي پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې هم زړه بوږنوونکې وګڼلې او ويې ويل چې په همدې کال کې يې ٢٠ داسې پېښې ثبت کړي چې په کې پر ماشومانو جنسي تېري شوي دي.

هغه دغه راز زياته کړه چې ٨٠ نورې پېښې پر نشه يي توکو د ماشومانو د اخته کېدو دي چې لاملونه يې د کورنيو نه پاملرنه او نشه يي توکو ته اسانه لاسرسى دى.

نوموړي په کم عمر کې د نجونو د ودولو د پېښو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې د روان کال له پيله راهيسې يې د کم عمره نجونو د ودولو ٥٠ پېښې ثبت کړې دي.

د ده په خبره، په کم عمر کې د نجونو ودول په کندهار کې له کلونو- کلونو راهيسې د يوه دود په توګه پاتې دى چې د مخنيوي لپاره يې د عامه پوهاوي پراخو هلو ځلو ته اړتيا ده.

هغه دغه راز په ټوليزه توګه د تېر په پرتله په دغه ولايت کې روغتيايي اسانتياوو ته د ماشومانو لاسرسى په نسبي توګه د ډاډ وړ وګاڼه، خو اندېښنه يې وښوده چې لا هم ډېر ماشومان د ناامنيو او ګڼو نورو ستونزو له امله زده کړو ته لاسرسى نه لري.

دى وايي، د تخميني شمېرو له مخې په دې ولايت کې لا هم ٤٠ سلنه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون د ماشومانو د څانګې دغه مسوول يادونه وکړه چې کېداى شي په دغه ولايت کې د ماشومانو پر وړاندې د بشري سرغړونو پېښې تر دې هم زياتې وي؛ ځکه اداره يې د ناامنيو او نورو ستونزو له امله په ډېرو سيمو کې معلوماتو راټولو او څېړنو ته لاسرسى نه لري.

نوموړي د ماشومانو له حقونو د سرغړونو د کچې د زياتېدو تر ټولو مهم عامل ناامني ګڼي او وايي، که امنيت سم وي، د قانون پلي کېدو ته لاره هوارېږي، د خلکو اقتصاد ښه کېږي، زده کړو ته لاسرسى ډېرېږي، چې په خپله ورسره د دغه راز پېښو مخنيوى کېږي.

هغه د ولسمشرۍ له ټاکنو را وروسته سياسي کړکېچ هم د ماشومانو پر وړاندې د بشري سرغړونو د زياتېدا د يوه لامل په توګه يادوي او وايي چې د اړوندو ادارو له خوا ماشومانو ته پاملرنه کمه شوې ده.

د ده په باور والدين، ديني عالمان، مرستندويه ټولنې او حکومت په ګډه کولاى شي ماشومانو ته د زده کړې او روغتيا اسانتياوې برابرې کړي او په تدريجي توګه د هغوى پر وړاندې د سرغړونو کچه ټيټه کړي.

بلخوا د کندهار د ارشاد حج او اوقافو رييس وايي چې په دې وروستيو کې يې د يوه درې ورځني ورکشاپ له لارې د شاوخوا ٨١ جوماتونو امامان راټول کړي وو، تر څو د خپلو وعظونو له لارې د ماشومانو د حقونو د ساتنې او د هغوى پر وړاندې د زور زياتي د مخنيوي په اړه خلکو ته پوهاوى ورکړي.

د ياد رياست رييس قاضي محمدعمر عمر پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ورکشاپ کې چې د يونيسيف ادارې په مرسته جوړ شوى و، امامانو ژمنه وکړه چې د جمعې ورځو په خپلو خطبو او وعظونو کې به خلک د ماشومانو د حقونو ساتنې ته رابولي.

هغه زياته کړه، په اوسنيو شرايطو کې عامه پوهاوى غوره انتخاب دى چې له لارې يې کېداى شي د ماشومانو پر وړاندې د زور زياتې او بشري سرغړونو پېښې راټيټې شي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.