ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان فابريکې سږ کال ٥٧٠ ټنه بوره توليد کړې

د بغلان فابريکې سږ کال ٥٧٠ ټنه بوره توليد کړې

author avatar
19 Dec 2014 - 13:44
د بغلان فابريکې سږ کال ٥٧٠ ټنه بوره توليد کړې
author avatar
19 Dec 2014 - 13:44

پلخمري (پژواک، ٢٨ لېندۍ ٩٣): روان کال د بغلان د بورې فابريکې توليد د تېر کال په پرتله له بدلون پرته ٥٧٠ ټنو ته رسېدلى دى.

د بغلان د بورې فابريکې رييس غلام سخي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه اندازه بوره يې په بغلان کې له کرل شوو لبلبوو ترلاسه کړې ده.

هغه وويل، په روان کال کې د لبلبو د کښت لپاره ٧٨٤ جريبه ځمکه ځانګړې شوې وه او بزګرو وکولاى شواى له يادې اندازې ځمکې ٤٨١٨ ټنه لبلبو حاصل واخلي او پر دې فابريکې يې وپلوري.

د دې کارخانې رييس زياته کړه: ((که د لبلبو کښت ډېر شي، بزګر او دولت دې برخې ته پاملرنه ډېره کړي او د فابريکې د اړتيا وړ لبلبو توليد کړي، فابريکه کولاى شي خپل توليد څو برابره لوړ کړي.))

د غلام سخي په خبره، دوى د هر جريب ځمکې پر سر دوه بوجۍ سره او يو کيلو تخم بزګرو ته په وړيا ډول ورکوي او يو ټن لبلبو په دوه زره افغانۍ ترې پېري.

يو بزګر فضل الحق وايي: ((زه خپله پنځه جريبه ځمکه هر کال لبلبو کرم، خو ستونزې ډېرې دي، له يوې خوا فابريکه لبلبو په کم قيمت پېري او همدارنګه يو ډول ناروغي پيدا شوې، چې لبلبو د حاصل پر وخت وچوي.))

دغه بزګر زياته کړه، که د کرنۍ رياست او د بورې فابريکې سږ کال د دوى ستونزو ته ځان ونه رسوي، ښايي نور لبلبو ونه کرو.

د بغلان د کرنې رييس عزيزالله ايماق د لبلبوو او د کارخانې پر ډېر توليد د خوشالۍ تر څنګ د بزګرو د ستونزو په اړه وويل چې له دوو کلونو راهيسې د لبلبو په کښتونو کې يو ډول چينجى پيدا شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د کرنې رياست د دغه چنجي په له منځه وړو کې ډېره هڅه کړې خو بريالى شوى نه دى.

د ايماق په خبره، الماني متخصصين د دغه افت د له منځه وړو لپاره کار کوي او سربېره پر دې المانيان په پام کې لري چې سږ کال د کرلو لپاره ښه تخم بزګرو ته ورکړي.

په عين حال کې مصرفوونکي وايي، چې د بغلان د فابريکې د بورې کيفيت تر بهرنيو ښه دى او بيه يې هم تر هغو لوړه ده.

په پلخمري ښار کې يوه کلچه پخوونکي نصيراحمد وويل، چې د دې فابريکې يو کيلو بوره له ٥٠ تر ٥٥ افغانۍ او يو کيلو پاکستانۍ بوره له ٤٠ تر ٤٥ افغانيو په بازار کې پلورل کېږي.

هغه وويل: ((د بغلان فابريکې بوره زيږه ده، او ښه خوند لري خو پاکستانۍ بوره خاکه او د پوډرو شکل لري، او کيفيت يې ټيټ دى.))

نصيراحمد زياته کړه، چې په کال کې ١٠٠ پنځوس کيلويي بوجۍ بوره د بغلان له فابريکې پېري.

خو د بغلان د فابريکې رييس د دې فابريکې د بورې پر يادې بيې د نيوکې ترڅنګ وويل چې دمګړۍ د بورې هره پنځوس کيلويي بوجۍ په دوه زره افغانۍ چې معادل يې ٣٥ ډالره کېږي پلورل کېږي چې تر وارداتي بورې يې بيه ارزانه ده.

د هغه په خبره چې د وارداتي بورې هره پنځوس کيلويي بوجۍ په ٢٤٠٠ افغانۍ چې معادل يې ٤٢ ډالره کېږي په بازار کې پلورل کېږي.

هغه وويل: ((که دولت تصميم ونيسي چې د کورنيو چارو، دفاع وزارت او د نورو ادارو د اړتيا وړ بوره له دې فابريکې وپېري، له موږ سره به يې لويه مرسته وي او د توليد کچه به هم ورسره لوړه شي.))

د غلام سخي د معلوماتو له مخې، په روان کې کال کې د ٥٧٠ ټنه بورې پر توليد سربېره سل ټنه پاتې شوني يا تفاله هم د لبلبو له پروسسه لاس ته راغلي دي.

د بغلان د فابريکې رييس زياته کړه، چې لاسته راغلې تفاله بيا د حيواناتو د ځانګړې خوراکي مادې په توګه هغو کاګرانو ته وېشي چې څاروي لري او يا هر ټن بازار ته په زر افغانۍ وړاندې کوي.

 د بغلان د بورې کارخانه په ١٣١٩ لمريز کال کې د هېواد يواځېنۍ فابريکه وه چې د المان په مرسته په بغلان کې جوړه شوه.

دې فابريکې تر ١٣٧٠ کاله توليد درلود خو وروسته د کورنيو جګړو له امله يې توليد ودرېد او ١٣٨٥ کال کې بيا د المان په مرسته ورغېده.

دغه کارخانه يوه مياشت او د لبلبو د حاصل پر وخت چې معمولاً لړم مياشت ده، فعاليت کوي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، ٥٢ سلنه د بغلان د سيمه ييزې ادارې او کرنې وزارت او ٤٨ سلنه د ماليې، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونه د دې کارخانې سهم لرونکي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.