کابل (پژواک، ٢٨ لېندۍ ٩٣): د کابل پوليس وايي چې په بګرامي ولسوالۍ کې يې د يوې قاضي ښځې مړى موندلى دى.
د کابل د امنيې قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال فريد احمد فضلي پژواک ته وويل، چې دغه جسد تېره ورځ موندل شوى دى.
د هغه په خبره، مقتوله فهيمه نومېږي چې د کابل په کورنۍ محکمه کې يې کار کاوه.
فضلي زياته کړه: ((دغه قاضي د چهار شنبې ورځ هغه وخت له دفتره وتلې وه او تر تېرې شپې چې څو يې مړى د پوليس لاسته ورته ورکه وه.))
د کابل د پوليسو د جنايي څېړنو رييس څرګنده کړه چې د دې قضيې په تړاو يې د يادې ښځې خاوند نيولى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، لومړنۍ څېړنې د هغو لوازمو پر اساس چې له مقتولې ترلاسه شوي ښيي چې مقتوله خپل کور ته تللې وه.
د دې ترڅنګ دغه سيمه ييز مسوول په ډاګه کړه چر تر اوسه د دې وژنې څرنګوالى نه دى معلوم او په دې برخه کې څېړنې روانې دي.
د کابل د محاکمو مسوولينو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن