ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ولايتي شورا: د ټاکنو کمېسيون تر ضرب الاجل مخکې اداري پلاوى ټاکوو

author avatar
20 Dec 2014 - 16:12
author avatar
20 Dec 2014 - 16:12

خوست (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٣): د خوست د ولايتي شورا غړي د اداري پلاوي لپاره د ټاکنو کمېسيون د ضرب الاجل په غبرګون وايي، چې تر سبا (يکشنبه ) خپلمنځي ټاکنې کوي.

د يادې شورا يوې غړې وږمې ارزو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سبا (يکشنبه د ليندۍ ٣٠مه ) د اکثريت غړو په شتون کې خپلمنځي ټاکنې کوي.

ارزو زياته کړه:((که اکثريت غړي حاضر وي، د شورا د اداري پلاوي د ټاکنو لپاره ستونزه نه جوړېږي. هغه غړي، چې نه حاضرېږي، د هغوی لپاره د ټاکنو کمېسيون خپل طرزالعمل لري.))

د ټاکنو کمېسيون د خوست او پکتيا په ګډون يو شمېر ولايتي شوراګانو ته د ليندۍ ۳۰ مه (سبا) وروستۍ نېټه اعلان کړې، چې د مشرانو جرګې د غړو او اداري پلاوي لپاره ټاکنې وکړي.

دغه کمېسيون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د يادو ولايتي شوراګانو غړو ته خبرداری ورکړی، چې که تر يادې نېټې خپلمنځي ټاکنې و نه کړي، بيا نو دغه کمېسيون په خپله پرېکړه کوي.

شاوخوا يوه نيمه مياشت کېږي، چې د خوست د ولايتي شورا د لوړې مراسم ترسره شوي، خو د خپلمنځي اختلافاتو له امله يې تراوسه د اداري پلاوي لپاره ټاکنې نه دي شوي.

د يادې شورا يوه بل غړي قيمت خان منګل پژواک اژانس ته وويل، چې د ده په فکر  به سبا ته د ټاکنو په ترڅ کې له رامنځته کېدونکې پايلې سره د دې شورا کوم غړی څه مخالفت ونه ښيي.

منګل زياته کړه: ((د خوست د ټاکنو کمېسيون د دفتر له مسوولينو غوښتنه کوو، چې د سبانيو ټاکنو لپاره په بشپړ ډول زمينه برابره کړي او خپله په دې مسئله کې بې پرې پاتې شي.))

د خوست د ولايتي شورا يوه بل غړي جان ميرځاځي پژواک ته وويل که د خپلمنځي ټاکنو مسئله هواره شي،نو هيله لري چې په راتلونکي کې به د شورا د غړو ترمنځ جدي ستونزه نه رامنځته کېږي.

په تېره يوه نيمه مياشت کې د دې شورا د غړو ترمنځ د اختلافاتو له امله مشرانو جرګې ته د استازي د ټاکلو لپاره د يوې رايې د ورکړې په بدل کې د ۲۰۰ زره ډالرو د وړانديز ادعا شوې وه.

پژواک هڅه وکړه، چې د خوست د ولايتي شورا د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره د سبانيو ټاکنو په اړه د ټاکنو د کمېسيون له سيمه ييز دفتر څخه هم غبرګون واخلي، خو بريالی نه شو.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.