ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شېرخان بندر شپږ نور کارکوونکي هم ازاد شول

author avatar
20 Dec 2014 - 17:36
author avatar
20 Dec 2014 - 17:36

کندوز (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٣): د کندوز ولايت د شېرخان بندر د تصدۍ شپږ نور تښتول شوي کارکوونکي هم له وسله والو طالبانو سره تر درېيو اونيو تېرولو وروسته خوشې کړل شوي دي.

د شېرخان بندر ١٦ مامورين د ليندۍ مياشتې په ٥ مه کله چې له خپلې دندې څخه په يوه کاسټر موټر کې د کندوز ښار پر لوري روان وو، د لارې په اوږدو کې د وسله والو له لوري وتښتول شول.

له دې ډلې يې اوه کارکوونکي د ليندۍ مياشتې په ٢٠ مه پرېښودل شوي او سيمه ييزو چارواکو ويلي و، چې پاتې نور به هم د سپين ږيرو په منځګړيتوب ازاد  شي.

امنيتي چارواکي وايي، چې دا دى شپږ نور کارکوونکي د وسله والو طالبانو له بند څخه د مشرانو او سپين ږيرو په منځګړيتوب ازاد کړل شوي دي.

د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له وسله والو سره د دغې تصدۍ درې نور کارکوونکي هم بنديان دي، چې د هغوى د ازادولو هڅې هم روانې دي.

هغه زياته کړه، چې دغه کارکوونکي له کومو شرطونو پرته پرېښودل شوي دي.

خو د شېرخان بندر يوه کارکوونکي، چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې دغه پنځه کارکوونکي د پېسو په بدل کې پرېښودل شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې طالبانو د دغو کارمندانو د پرېښودو په بدل کې د هغوى له کورنيو څخه له دوه تر درېيو سوه زرو پورې افغانۍ اخيستې او د شېرخان بندر يو بل کارکوونکى د شپې له تيارې څخه په ګټه د طالبانو له منګولو ژغورل شوى دى.

امنيتي چارواکو ويلي و، چې دغه کارکوونکي د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ لپاره د وسله والو د نومول شوي ولسوال ډاکټر حسين سره بنديان وو.

د هغوى په وينا، اوه کارکوونکي له دې وړاندې هم له کوم شرط پرته ازاد کړل شوي، خو د شېرخان بندر تصدۍ يوې سرچينې ويلي و، چې يو شمېر کارکوونکي د پيسو په بدل کې ازاد کړل شوي او کورنيو يې ان فرشونه او قالينې هم ورته پلورلې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د شېرخان بندر د ګمرک مشر شهاب الدين باور ويلي و، چې د تصدۍ د کارکوونکو زندانول د دغه بندر پر سوداګريزو چارو ناوړه اغېز پرېباسي.

د هغه په وينا، که چېرې د شېرخان بندر او کندوز لويې لارې په اوږدو کې امنيت ټينګ نه شي او د کارکوونکو په پرېښودو کې کلک ګامونه پورته نه شي، سوداګريزې چارې به له خنډ  سره مخ شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.