کابل ( پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٣ ) : د پاکستان پوځ وايي چې د تحريک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه اوازې خپرې شوي ، خو دوى يې په اړه پلټنې کوي.
پاکستانيو رسنيو له تېرې ورځې راهيسې د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړى، چې ګوندې د تحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله پر ګډه پوله وژل شوى دى.
د پاکستان دفاع وزارت پرون په ټويټر کې ليکلي و ، چې له افغانستان سره په ګډه پوله د عملياتو په ترڅ کې ملا فضل الله وژل شوى دى.
خو د پاکستان د پوځ له خوا د ليندۍ په ٢٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا به له وخت څخه مخکې وي، چې د ملا فضل الله د مرګ ژوبلې په اړه څه وويل شي.
د پوځ د عامه اړيکو ددفتر ( اى اېس پي ار) مشر تورنجنرال عاصم باجوه پاکستانيو رسنيو ته ويلي، چې د حقايقو تر راڅرګندېدو پورې دوى په دې اړه څه نه شي ويلى.
هغه زياته کړې، کله چې دوى په دې اړه دقيق معلومات ترلاسه کړل ، نو له خلکو سره به يې شريک کړي.
پاکستان ادعا کوي، چې د تحريک طالبان مشر ملا فضل الله د افغانستان په خاوره کې دى ، خو افغانستان دغه ادعا رد کړې ده.
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم څو ځله د ملا فضل الله د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو سم نه دي ثابت شوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن