ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پښتونخوا حکومت افغان کډوالو ته د وتلو امر کړى

author avatar
20 Dec 2014 - 17:07
author avatar
20 Dec 2014 - 17:07

کابل ( پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٣ ): د پاکستان د خيبر پښتونخوا حکومت په دې ايالت کې مېشتو افغان کډوالو ته په يوه مياشت کې  د وتلو امر کړى دى.

دغه پرېکړه پرون د خيبر پښتونخوا ايالت د کابينې په غونډه کې شوې ده، ددغه ايالت د اطلاعاتو وزير مشتاق غني خبريالانو ته وويل چې په دې غونډه کې د پېښور پر ښوونځي بريد او تر هغه وروسته په رامنځته شويو حالات باندې خبرې وشوې.

سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د خيبر پښتونخوا ايالت په کليوالي او ښاري سميو کې دې مېشت افغان کډوال وويستل شي.

هغه ادعا کړې چې د پېښور د بريد  ريښې تر قبايلي سيمو او افغانستان پورې غځېدلې دي ،  ځکه نو مرکزي حکومت ته په کار ده چې له افغانستان سره په دې اړه خبرې وکړي.

مشتاق غني ويلي، چې دوى نور په خيبر پښتونخوا ايالت کې مېشت افغان کډوال نه شي زغملى او په دې برخه کې به د نړيوالو تړونونو پروا هم و نه کړي.

نوموړى وايي چې ددې ولايت د کابينې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې مرکزي حکومت دې له دې ايالت څخه د افغان کډوالو د ويستلو لپاره جدي اقدامات وکړي او که مرکزي حکومت په دې برخه کې څه ونه کړل، نو دوى به يوه مياشت وروسته يو اړخيز اقدام وکړي.

د يادونې ده چې اوسمهال په پاکستان کې نږدې دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي، خو يواځې شاوخوا يو ميليون يې له دغه هېواد سره راجستر دي او ډېرى يې په خيبر پښتونخوا ايالت کې مېشت دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.