ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيدخېلو کې وژنو وېره خپره کړې

سيدخېلو کې وژنو وېره خپره کړې

author avatar
20 Dec 2014 - 12:14
سيدخېلو کې وژنو وېره خپره کړې
author avatar
20 Dec 2014 - 12:14

چاريکار:(پژواک،٢٩ ليندۍ ٩٣): د پروان د سيدخېلو ولسوالۍ په “انچو”سيمه کې په يوه اونۍ کې شپږ تنه وژل شوي او اوس د دې سيمې خلک د شپې له وېرې له کورونو نه شي وتلى.

د انچو اوسېدونکي وايي، چې دغه کسان د شخصي دښمنيو او کورنيو تاوتريخوالو له امله په بېلابېلو پېښو کې پر ډزو وژل شوي دي.

د يادې سيمې اوسېدونکي قاري عبدالمتين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په يادو وژل شويو کسانو کې يوه پېغله نجلۍ، يوه ښځه او څلور نارينه شامل دي.

دى وايي، چې پخوا هم په دې سيمه کې قتلونه شوي،خو په يوه اونۍ کې د شپږو تنو وژل کېدو خلک وېرولي او اوس له وېرې د شپې له خپلو له کورونو نه شي وتلى.

هغه په دې اړه امنيتي ځواکونه په بې پروايۍ تورنوي او غوښتنه کوي، چې د يادې سيمې د امنيت ټينګښت او له نا سوولو وسله والو د وسلو ټولولو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

په انچو کې شاوخوا ٤٠٠ کورنۍ ژوند کوي او دغه سيمه د ولسوالۍ د مرکز سوېل ته  شاوخوا لس کيلومتره لرې پرته ده.

د دې سيمې بل اوسېدونکى سميراقا هم ورته څرګندونې کوي او وايي، چې په يادو وژل شويو کسانو کې يو انجنير هم شامل دى.

دى هم وايي، چې دې وژنو په ياده سيمه کې وېره خپره کړې او خلک د شپې له خوا له کورونو وتلو ته زړه نه شي ښه کولاى.

هغه هم له اړوندو چارواکو غواړي، چې د دې سيمې د امنيت ټينګښت ته جدي پاملرنه وکړي.

د پروان د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير لطف الرحمن رشاد بيا وايي، چې په ياده سيمه کې څلور تنه د شخصي دښمنيو له امله وژل شوي دي.

دى وايي، چې د يادو کسانو د وژنې په  تړاو شپږ تنه نيول شوي او پوښتنې ترې روانې دي.

د هغه په وينا، د اسلام د مبارک دين له احکامو ناخبري، فقر او بېکاري د دا ډول وژنو له لاملونو دي.

دغه راز ده وويل، چې په پروان کې له شاوخوا درېيو مياشتو راهيسې له نا مسوولو وسله والو د وسلو ټولولو په کمپاين کې شاوخوا اتيا تنه نا مسوول وسله وال نيول شوي او په دې اړه د امنيتي ځواکونو هڅې روانې دي.

د روان کال  په چنګاښ مياشت کې هم ناپېژانده وسله والو په انچو کې يو ښوونکى وژلى و او په روان کال کې د پروان له ځينو نورو سيمو هم د ورته وژنو خبرونه خپاره شوي دي.

لطف الرحمن رشاد د جزيياتو له ورکولو پرته وايي، چې سږ د تېر کال په پرتله په پروان کې د  وژنو پېښې ډېرې شوې دي .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.