ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر شمالي وزيرستان د امريکا بريد کې ٦ تنه وژل شوي

پر شمالي وزيرستان د امريکا بريد کې ٦ تنه وژل شوي

author avatar
20 Dec 2014 - 14:45
پر شمالي وزيرستان د امريکا بريد کې ٦ تنه وژل شوي
author avatar
20 Dec 2014 - 14:45

کابل ( پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٣ ) : پر شمالي وزيرستان د امريکا د يوې بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريدکې شپږ تنه وژل شوي دي.

 پاکستانيو چارواکو د ليندۍ په ٢٩مه، خبر ورکړى چې نن سهار ډيورنډ پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان د دته خېل سيمې پر يوه کور دوه ميزائيل توغولي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې بريد کې شپږ تنه وژل شوي، يو شمېر ټپيان دي او ياد کور هم ويجاړ شوى دى.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې کېداى شي د وژل شويو کسانو شمېره زياته شي.

د يادونې ده چې تېره اونۍ هم په شمالي وزيرستان کې د امريکا د يوې بې پيلوټه الوتکې بريد کې اته تنه وژل شوي وو.

په دې وروستيو کې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه زيات شوي ، چې له امله يې د حقاني او القاعده شبکو يو شمېر مهم کسان وژل شوي دي.

بله خوا د پېښور پر يوه ښوونځي د طالبانو تر خونړي بريده وروسته چې په ترڅ کې يې نږدې ٣٠٠ زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته، د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې خپل پوځي او ځمکني عمليات ګړندي کړي دي.

د وروستيو راپورونو له مخې، نن سهار د خيبر ايجنسۍ په تيراه سيمه کې ډيورنډ پولې ته څېرمه په عملياتو کې ٢١ وسله وال وژل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.