ترينکوټ ( پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٣ ) : د اروزګان ولايت چارواکي وايي چې په بېلا بېلو چاودنو کې درې پوليس وژل شوي دي.
ددې ولايت د والي وياند دوست محمد نايل د ليندۍ په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په چنارتو ولسوالۍ کې پر پوليسو چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه هغه مهال شوې چې دوه تنه پوليس له يوې پوستې څخه بلې ته روان و، چې له امله يې دواړه وژل شوي دي.
دى وايي چې تر چاودنې وروسته په سيمه کې تصفيوي عمليات پيل شوي دي .
د والي وياند دغه راز وويل چې تېره ورځ ناوخته په دهراوود ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين يوه چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او بل ملکي وګړى ټپي شوى دى.
هغه وايي چې په چارچينو ولسوالۍ کې د طالبانو يو تن ځايي قوماندان ملا وجيه د پوليسو له خوا نيول شوى چې په ډېرو ترهګريزو بريدونو کې يې لاس درلود.
وسله والو طالبانو د يادو پوليسو د وژل کېدو مسووليت منلى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن