ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي ځواکونو د بټي کوټ  يوه ښوونځي کې اته ماينونه شنډکړل

امنيتي ځواکونو د بټي کوټ يوه ښوونځي کې اته ماينونه شنډکړل

author avatar
21 Dec 2014 - 15:03
امنيتي ځواکونو د بټي کوټ  يوه ښوونځي کې اته ماينونه شنډکړل
author avatar
21 Dec 2014 - 15:03

جلال اباد ( پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٣ ) : په ننګرهار ولايت کې چارواکي وايي چې وسله والو د بټي کوټ ولسوالۍ يو ښوونځى له ماينونو ډک کړى و.

د بټي کوت ولسوال حاجي غالب د ليندۍ په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو د ولسوالۍ د  ډاګو سيمې په ښوونځي کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو.

هغه زياته کړه، چې نن سهار د ښوونځي مسوولينو دا ماينونه ليدلي وو او تر دې مخکې چې زده کوونکي راشي، ښوونځى يې وتاړه او امنيتي ځواکونو ته يې خبر ورکړ.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د بټي کوټ ولسوالۍ د ډاګې ښوونځي ته يو شمېر ناپېژانده وسله وال ورغلي وو.

هغه زياته کړه، چې وسله والو د ښوونځي ساتونکي په يوه خونه کې بنديان کړي وو او د ښوونځي په ټوله ودانۍ کې يې اته ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو.

دى وايي چې نن سهار د امنيتي ځواکونو له لوري ياد ماينونه شنډ شول.

نوموړي پر وسله والو غږ وکړ چې د ښوونځيو ساتنه دې وکړي او د وسيلې په ډول دې ترې کار نه اخلي.

د بټي کوټ ولسوالۍ قومي مشر ملک نصيب پژواک اژانس ته وويل ، د ګاونډي هېواد پاکستان استخباراتي اداره غواړي چې په افغانستان کې  يو شمېر ماشومان په ښوونځي کې ووژني ، چې حکومت يې بايد مخنيوى وکړي.

ده زياته کړه : (( خپل ماشومان خو يې په وينو ولمبول اوس غواړي چې زموږ ولمبوي، خو موږ به يې تر اخري حده مخنيوى کوو.))

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.