ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيه قوماندن: طالبان پر نوزاد د ډله ييز بريد پلان لري

امنيه قوماندن: طالبان پر نوزاد د ډله ييز بريد پلان لري

author avatar
21 Dec 2014 - 15:26
امنيه قوماندن: طالبان پر نوزاد د ډله ييز بريد پلان لري
author avatar
21 Dec 2014 - 15:26

لښکرګاه( پژواک ۳۰ ليندۍ۹۳): د هلمند د سنګين او موسى کلا ولسواليو تر بريدونو وروسته د پاکستانيانو په ګډون سلګونه طالبان پر نوزاد ولسوالۍ د ډله ييز بريد پلان لري.

دا څرګندونې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت د ليندۍ په ٣٠مه په لښکرګاه کې د خبري کنفرانس په ترڅ کې وکړي.

 نوموړي وويل که څه هم سلګونه وسله وال مخالفين راټول شوي، څو په نوزاد کې پر افغان ځواکونو بريدونه وکړي، خو دوى يې پر وړاندې د سختو عملياتو لپاره چمتوالى نيولى دى.

نوموړي زياته کړه:(( تېره اونۍ د امنيتي جاج اخستلو لپاره نوزاد ته تللى وم، سرتېري مو د عملياتو لپاره چمتوالى نيسي او په بېلا بېلو سيمو کې به عمليات پيل کړو. ))

ده زياته کړه ، نوزاد ته د دې ولايت پر ولسواليو او ځينو نورو ولايتونو سربېره له پاکستان څخه هم  ګڼ شمېر وسله وال طالبان را لېږدول شوي او پلان لري  چې د ولسوالۍ په مرکز او د لارو پر پوستو بريدونه  وکړي.

نوموړي وويل چې له قومي مشرانو او ځايي خلکو سره يې خبرې کړي، چې دې ولسوالۍ ته د سيمه ييزو پوليسو تشکيل جوړکړي.

د ده په وينا چې تېره ورځ د نوزاد په ولي محمد خان کاريز سيمه کې پوليسو عمليات کړي چې ۱۷ وسله وال مخالفين په کې وژل شوي او ۱۲ ټپيان دي.

ده زياته کړه چې اوسمهال په سنګين او موسى کلا ولسواليو کې امنيت ښه شوى او دامنيت د لا ښه ټينګښت په موخه نور پلانونه هم لري.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

نوزاد ولسوالۍ د لښکرګاه ښار شمال ته په ۱۸۰ کيلومترۍ کې پرته ده، چې اوسمهال په کې امنيتي ګواښونه ډېر دي.

څو ورځې وړاندې د نوزاد ولسوالۍ لسګونو تنو په خپله سيمه کې دامنيت د ټينګښت او عملياتو ترسره کېدو غوښتنه کړې وه.

تر دې مخکې د هلمند بله شمالي ولسوالۍ سنګين د څو مياشتو لپاره د وسله والو طالبانو د جګړو ډګر و، چې د ښکيلو غاړ تر څنګ په کې د چارواکو په وينا، تر دوه زره ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښـتې وه.

د ليندۍ په ٢١مه په  هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال دادان لونګ له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي و، چې په دغه ولايت کې جګړه دګاونډيو هېوادونو د پراخه لاسوهنې او د خلکو د بېکارۍ له امله اوږده شوې ده.

هغه زياته کړې وه، چې بهرنيو استخباراتو په دې سيمه کې ريښې کړي،پراخه امکانات لري او دوى يې د مخنيوي لپاره هڅې پيل کړي چې پلانونه يې شنډ کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.