ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال رازق له ډيورنډ کرښې پورې غاړه د وسله والو د په نښه کولو امر کړى

جنرال رازق له ډيورنډ کرښې پورې غاړه د وسله والو د په نښه کولو امر کړى

author avatar
21 Dec 2014 - 11:12
جنرال رازق له ډيورنډ کرښې پورې غاړه د وسله والو د په نښه کولو امر کړى
author avatar
21 Dec 2014 - 11:12

کندهار (پژواک، ٣٠ لېندۍ ٩٣): د کندهار امنيه قوماندان وايي چې په ښوراوک ولسوالۍ کې يې عمليات کړي او د ډيورنډ کرښې ها خوا يې د وسله والو هغه مرکزونه له منځه وړي چې د امنيتي ځواکونو پر پوستو او ګزمو يې وسله وال بريدونه کول.

لوى پاسوال عبدالرازق  چې پرون د ښوراوک له عملياتو تازه راستون شوى وايي، وسله وال مخالفين د ډيورنډ کرښې د صفري برخې له ٥٠٠ مترۍ د افغان سرحدي ځواکونو پر ګزمو او امنيتي پوستو بريدونه کوي.

هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو دغه مرکزونه د پاکستاني ځواکونو د امنيتي پوستو په سل مترۍ کې جوړ کړي وو.

د ده په وينا، وسله وال په داسې حال کې پر افغان خاوره د سپکو او درنو وسلو انداختونه کوي، چې له کرښې درې يا څلور سوه متره ها خوا يې د پاکستاني ځواکونو د امنيتي پوستو تر څنګ خېمې وهلې او خپل مرکزونه يې جوړ کړي دي.

هغه وايي: ((ملي او سرحدي پوليسو په ګډه په ښوراوک ولسوالۍ کې د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې عمليات وکړل او د درنو وسلو په مرسته يې د کرښې په هغې غاړه کې د وسله والو مخالفينو خېمې او مرکزونه له منځه يووړل.))

نوموړي له کورنيو چارو وزارته وغوښتل چې د بهرنيو چارو وزارت له لارې د پاکستان له اړوندو چارواکو سره اړيکه ونيسي، تر څو دغه هېواد د داسې کړنو مخه ونيسي.

دى وايي، که پاکستان پر افغان خاوره د بريدونو مخه نه نيسي او بيا هم دغسې کړنې تکرارېږي، نو خپلو سرتېرو ته يې امر کړى چې له کومه ځايه ورباندې بريد کېږي، هماغه ځاى په نښه کړي او وسله وال له منځه يوسي.

امنيه قوماندان د کرښې په صفري برخه کې دولنګي او ارغوتي درې هغه سيمې يادې کړې چې وسله وال نه يوازې له دغو لارو چاودېدونکي توکي رالېږدوي، بلکې د بريدونو لپاره هم را اوړي او وروسته بېرته خپلو مرکزونو ته ستنېږي.

په دې وروستيو کې وسله والو د کندهار د نورو ولسواليو په پرتله ډيورنډ کرښې ته په نږدې ولسواليو کې خپل فعاليتونه زيات کړي دي.

ښوراوک د کندهار ښار سوېل ختيځ لور ته د ٢٠٠ کيلومتره په واټن پرته ده او له ګاونډي هېواد پاکستان سره ١١٠ کيلومتره ګډه پوله لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.