ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې اووه پوليس او پنځه وسله وال وژل شوي

جوزجان کې اووه پوليس او پنځه وسله وال وژل شوي

author avatar
21 Dec 2014 - 12:22
جوزجان کې اووه پوليس او پنځه وسله وال وژل شوي
author avatar
21 Dec 2014 - 12:22

شبرغان (پژواک، ٣٠ لېندۍ ٩٣): په جوزجان ولايت کې د نښتو په ترڅ کې اووه پوليس او پنځه وسله وال وژل شوي او ٩ تنه نور ټپيان شوي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني وايي چې د ٢٠٠ په شمېر د وسله والو درېيو ډلو تېره شپه شاوخوا لس بجې د قوش تپه ولسوالۍ د جرقُدق کلي پر امنيتي پوستو بريد کړى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې نښته کې اووه پوليس وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

د دې څنګ طالبانو يو رينجر موټر، يو راکټ توغوونکى، دوه کلاشينکوفونه او يوه پيکا له ځان سره وړي دي.

جوزجاني زياته کړه چې ځايي پوليس د مرستندويو ځواکونو له ور ورسېدو وروسته وتوانېدل چې د پنځو طالبانو د وژلو او پنځو د ټپي کولو تر څنګ، له لاسه وتې پوستې هم بېرته له کلابندۍ وژغوري.

امينه قوماندان وويل چې د طالبانو بريد پر شا تمبول شوى او اوسمهال چاڼيزعمليات روان دي.

د جرقُدق د ګاونډي تراغلي کلي اوسېدونکي عبدالجبار وويل چې نښته له تېرې شپې راهيسې د نن سهار تر شپږو بجو روانه وه او دوى د درنو او سپکو وسلو د ډزو له امله شپه په ويښه تېره کړه.

دغه کس زياته کړه چې امنيتي پوستې د استوګني له کورونو لرې وې او خلکو ته په کې زيان نه دى رسېدلى.

هغه وويل: ((نن زموږ په کلي کې د طالبانو پنځه مړي د هغوى د خپلوانو له خوا خښېږي.))

خو طالبان وايي چې په دغه نښتو کې ١٢ اربکيان وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوي برېښناليک کې ويلي چې په دې نښته کې يواځې يو طالب وژل شوى، خو طالبانو له امنيتي پوستو وسلې، مهمات، يو رينجر موټر او شپږ موټرسايکلونه له ځان سره وړي دي.

د يادونې ده، د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې تېره اوونۍ هم څلور وسله وال په نښته کې وژل شوي او درې نور ټپيان وو، خو وسله والو بيا د دې برعکس دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوله.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.